د افغانستان او چین تر منځ د اورګاډي تګ راتګ ځنډېدلی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۱۷)

د افغانستان د سوداګرۍ خونې د معلوماتو پر بنسټ، د صادراتو او وارداتو په برخه کې د ناسم مديريت له کبله د افغاسنتان او چین تر منځ د اورګاډي تګ راتګ له ځنډ سره مخ شوی دی.

د سوداګرۍ خونې د نړيوالې سوداګرۍ د برخې مشر اذرخش حافظي وايي، ملي يووالي حکومت نه دی توانيدلی څو د دواړو هېوادونو تر منځ د ريل ګاډي حقوقي ستونزې له قزاقستان او ازبکستان سره حل کړي.

دوی وايي، د يادو ستونزو له کبله د چین او افغانستان تر منځ د اورګاډي تګ راتګ ځنډيدلی چې له کبله يې افغان سوداګر اړ شوي څو خپل سوداګريز توکي د پاکستان کراچۍ او يا د ایران بندر عباس له لارې ولېږدوي چې لېږدول يې لګښتونه ډير کړي او نږدې دوه مياشتې وخت نيسي.

د لومړي ځل لپاره له چين څخه افغانستان ته د ۲۰۱۶ په ستمبر مياشت کې د سوداګريزو توکو ريل ګاډی حیرتان بندر ته ورسېد خو له هغې وروسته بيا د دواړو هېوادونو تر منځ د اورګاډي په صادراتو او وارداتو کې د پام وړ پرمختګ نه دی ليدل شوی.

که څه هم په لومړيو کې چارواکو ويلي و چې د افغانستان سوداګرو لپاره به پر دغه لاره د وارداتي توکو ګمرکي لګښتونه کم وي خو تازه د سوداګرۍ وزارت چارواکي وايي، چې د افغانستان او چین تر منځ اورګاډی په يو وخت پنځوس کانتينرونه لېږدولی شي خو افغان سوداګر پر يوه وخت دومره سوداګريز توکي نه شي برابرولی نو ځکه يې کرايه لوړه او توکي ورته په لوړ قيمت پريوځي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close