د افغانستان او چین تر منځ هوايي دهليز پرانيستل شو

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۱۵)

نن سهار د افغانستان او چین تر منځ هوايي دهلېز پرانيستل شو چې په لومړي ځل چین هېواد ته د افغانستان د جلغوزيو صادرات وشول.

د افغانستان د سوداګرۍ ااو صنایعو خونې وزارت چاوراکي وايي، د دواړو هېوادونو تر منځ د هوايي دهليز تر پرانستې وروسته په لومړي ځل ۲۰ټنه جلغوزي؛ چين هېواد ته واستول شول.

د هوايي دهليز د پرانيستې مراسمو پر مهال ولسشمر غني وويل، د افغانستان پټو زېرمو لکه جلغوزي،پیستې او زیرې ته باید د ملي سرمایې په سترګه وکتل شي.

د افغانستان د جلغوزیو لویه برخه په پکتیکا، پکتیا او خوست ولایتونو کې تولیدیږي چې کلنی حاصل يې ۲۳ زره متریک ټنو ته رسېږي.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند مسافر قوقندي وايي، د دغه هوایي دهلېز له لارې به د افغانستان جلغوزي چین او نورو هېوادونو ته صادرېږي.

دا مهال افغانستان د اروپا تر څنګ، هند، ترکيې، سعودي، قزاقستان، ابکستان او روسیې سره پرانيستي هوايي دهليزونه لري چې د سوداګرۍ وزارت په وينا هرکال د دغه هوايي دهليزونو له لارې بهرنيو هېوادونو ته د يو ميليون ټنه په شاوخوا کې افغاني صادرات کېږي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close