د افغانستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو له یو بل سره وکتل

کابل ټکی کام ۰۷سلواغه/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
خبري رسنیو خبر ور کړی دی چې په پیکنګ کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني او د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي په ګډ خبري کنفرانس کې له یو بل سره لیده کاته وکړل.
د چین د بهرنیو چارو وزیر وویل، «مونږ په نیت کې لرو چې له افغانستان سره د امنیت او پراختیا په بېلا بېلو برخو کې ملګرتیا او دوه اړخیزه او مشارکتي اړیکې پراخې کړو.»
د چین د بهرنیو چارو وزیر د هېواد د ځينو مشکلاتو د حل او د سولې د ټینګښت په اړه د خلکو سره په مرسته ټینګار وکړ، او ویې ویل چې دوی تل په هغو پړاوونو کې چې د افغانستان د خلکو په لاس مدیریت او اجرائیه کیږي؛ ملاتړ کړی او زیاته یې کړه چې دوی د افغانستان د ملي ګټو د تامینېدو لپاره د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د خبرو هر کلی کوي.
ده اسلام اباد کې د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا څلور اړخیزې ناستې ته په اشارې سره وویل چې له دغې ناستې نه هدف د طالبانو او د افغان حکومت تر منځ د سولې د خبرو بیا پیلېدل دي.
همدا شان د چین د بهرنیو چارو وزیر له افغان طالبانو څخه غوښتنه وکړه چې د سولې د خبرو په لړ کې دې خنډونه نه را منځته کوي، او د سولې خبرې دې ژر تر ژره شروع کړي.
هغه زیاته کړه چې پاکستان د سولې په خبرو کې ښه رول لوبولی شي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني په دغه کنفرانس کې د سولې د خبرو د مخ په وړلو لپاره د چین د هڅو ستاینه وکړه، او له چین څخه یې د یاد کړچار په دوام غوښتنه وکړه.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close