د افغانستان او کېنیا ترمنځ د کرکت لوبه لغوه اعلان شوه

کابل ټکی کام ۲۳ چنګاښ ۱۳۹۴

راپور ارین افغان

د راروان کال د کرکټ نړیوالو شلو اوريزو اتلولیو ته د لار موندنې پړاو په سیالیو کې نن د افغانستان او کېنیا لوبه د باران په وجه لغوه اعلان شوه.

دا لوبه چې د چنګاښ په ۲۲ به له کېنیا سره کېده د افغانستان څلورمه لوبه وه.

دوی تر دې وړاندې هالند، متحدو عربي اماراتو او کوربه سکاټلنډ ته ماتې ورکړې وه.

 افغان کرکت لوبډله اوس مهال ۷ پواینټه لري چې د بي ګروپ په سر کې ده

او کینیا پنځه پواینټه لري چې په دویم نمبر کې قرار لري.

افغانستان ملي لوبډله چې له پخوا ډيره غښتلې ده مخکې هم دې سیالیو ته لار موندلې او ښه کارکردګي یې پکې کړې وه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close