د افغانستان جگړه، که د کانونو ویستلو نوې طرحه!؟/ هېواد ریان

په افغانستان کې اوږدې جگړې د دې لامل شوي، چې دلته ټول کانونه سلامت پاتې شي. ځینې کانونه په ناقانونه او نامسلکي ډول د زورواکانو او غاصیبنو له لوري کېندل شوي، خو ډېر یې همداسې پټ پاتې دي او لا تراوسه د چا لاسونه نه دي ورسېدلي.

د امریکايي یرغل وروسته دلته د کانونو چور هم پیل شو. امریکايي او ناټو عسکرو په هغو ځایونو کې ځانونو ته بیسونه جوړ کړل، چې هلته د کانونو د کېندلو زمینه ورته ښه برابره وه. د هلمند لاتیم او یورانیم ټول امریکایانو یوړل او د افغانستان په جگړه کې د لگول شویو پیسو څو چنده یې له دې هېواده بېرته یوړې. یعنې امریکا د افغانستان په جگړه کې د مالي زیان جبران بېرته له افغان کانونو پوره کړ.

د اټکلونو له مخې افغانستان اوسمهال د ۸۴تریلیونه ډالرو په ارزښت کانونه لري او که ټول کانونه په قانوني او مسلکي ډول راوویستل شي، نو زموږ د هېواد ټولې ستونزې پرې هوارېدای شي. موږ به هېچاته اړ خلک نه یو او نه به له پردیو د خیرات پیسې اخلو. په دومره پیسو افغانستان جوړېدای شی او د سیمې څه کوې، آن د نړۍ سیال کېدای هم شي.

د افغانستان په کانونو کې سره زر، لاجورد، تېل، یورانیم، د اوسپنې کانونه، مس، لاتیم، چونې، شوکاڼي او د نورو قیمتي ډبرو کانونه شته او ډېر کم یې استخراج شوي او نور پاتې دي. خو بدمرغي داده چې دلته داسې نظام واکمن دی، چې د افغانستان له گټو ورته د امریکا گټې له هر څه مهمې دي او هر څه ته د امریکايي گټو له لیدلوري گوري.

د امریکا مشهور تحقیقاتي ژورنالېست باب ووډوارډ په خپل نوي کتاب کې د افغانستان کانونو ته اشاره کړې ده، چې ټرمپ غواړي تر هغه وخته په افغانستان کې پاتې شي، چې څو یې د افغانستان کانونه لوټ کړي نه وي او د خپلې جگړې جبران یې له دې کانونو نه وی کړی.

د کتاب لیکوال لیکي چې ټرمپ مک ماسټر ته ویلي«زه کومه لعنتي پروسه نه غواړم. زه ستاسې څخه غواړم چې همدا اوس هلته ولاړ شئ او د دې کانونو چاره وکړئ. د افغانستان کانونه مفت دي.»

لیکوال کاږي: چې افغان ولسمشر اشرف غني ټرمپ ته ډاډ ورکړی، چې د افغانستان کانونه لوټ کړي او د دې چارې واگې دې په خپل لاس کې واخلي.

«اشرف غني موږ ته د کانونو او نادرو موادو د استخراج بلنه راکړه. هغه موږ ته هر څه راکوي. ولې موږ دا کار نه کوو؟ زه چې تاسې ته گورم،‌ تاسې لاس تر زنه ناست یاست، حال دا چې چینایانو چور گډ کړی دی.»

د باب ووډوارډ د کتاب له خپرېدو یوه اوونۍ وروسته په امریکا کې له امریکايي شرکتونو سره د بدخشان د سرو زور او لاجوردو د کانونو تړونونه لاسلیک شول او دغه خبره نوره هم رښتیا شوه، چې امریکا په افغانستان کې څه غواړي او اشرف غني د خپل واک ته غځېدو لپاره څومره لوی خیانتونه کوي.

اشرف غني د خپل واک د بیا گټلو لپاره داسې کارونه وکړل، چې د افغانستان ټول ارزښتونه یې د امریکانو په غېږ کې ورواچول او راتلونکې کې به دې له دې هم ټیټ کارونه وکړي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close