د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان سفیر احضار کړی

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۳) زرغون خوږیاڼی

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړی دی.

 د پاکستان اکسپرېس ټريبيون ورځپاڼې ویلي، چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ډیورنډ له فرضي کرښې د پاکستان له لوري پر افغانستان د توغندویو د توغولو له امله د پاکستان سفیر سید ابرار حسین احضار کړی او ورته یې د افغانستان رسمي شکایت لیک وړاندې کړی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په خبر پاڼه کې ویلي، چې د ډيورنډ جعلي کرښې له پورې غاړې د کندهار پر معروف ولسوالۍ او د کونړ پر سرکاڼو ولسوالۍ توغندي توغول شوي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په اعتراض لیک کې له پاکستاني سفیره غوښتي چې د افغانستان پر کونړ ولایت او همدارنګه د کندهار په معروف ولسوالۍ د پاکستاني ملیشو له لوري توغنديي بریدونه ودروي تر څو د دواړو هیوادونو تر منځ شخړې نورې زیاتې نه شي بلکې له منځه ولاړې شي.

پاکستاني چارواکو په کابل کې د خپل سفیر احضارول منلي، خو په دې اړه یې نور جزئيات نه دي ورکړي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close