د افغانستان د فوټبال شپاړلس کلنو لوبډله عمان ته روانه شوه

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۳) د افغانستان د فوټبال د شپاړلس کلنو فوټبال ملي لوبډله نن د اسيا جام سياليو د تياري لپاره عمان ته روانه شوه.

د یادې لوبډلې روزونکی سید هادي کاظمي وايي، د شپاړلس کلنو لوبډله به د عمان هېواد له شپاړلس کلنو لوبډلې سره دوه دوستانه لوبې وکړي او له هغې وروسته به ازبکستان ته ولاړ شي.

ټاکل شوې ده، د مرکزي اسيا هېوادونو سيالۍ د سرطان له لومړۍ نيټې د ازبکستان په پلازمينه تاشکند کې پيل شي.

افغانستان د روانې مياشتې په څوارلسمه، شپاړلسمه او اتلسمه نيټه د ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان سره سيالۍ کوي.

د فوټبال مسئولين وايي، د شپاړلس کلنو ملي ټيم له دې مخکې په کابل کې د یادو سياليو لپاره تمرينونه کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د فوټبال شپاړلس کلنو ملي لوبډله به سږ کال د زمري مياشت کې په لومړي ځل په ماليزيا کې د اسياجام په سياليو کې ګډون وکړي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close