د افغانستان د ټاکنو امنيت بهرڼي ځواکونه نيسي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۲۲)

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون د معلوماتو له مخې، د راتلونکو ټاکنو د امنيت په ټينګښت کې د افغان ځواکونو تر څنګ بهرني ځواکونه هم برخه واخلي.

د ټاکنو کمېسيون کمشنر حفيظ الله هاشمي وايي، دولتي او بهرني ځواکونه به په ګډه ليرې پرتو سيمو ته د ټاکنو اړوند تجهيزات لېږدوي او بهرني عسکر به دولتي ځواکونو ته د امنیت د ټينګښت لارښوونه کوي.

د هاشمي په وينا، د رايې ورکولو پنځه زره سل مرکزونه انتخاب شوي او ګډو ځواکونو د دغه مرکزونو د ساتنې ډاډ ورکړی دی زیاتوي چې د ټاکنو اړوند توکي رارسېدلي او ډير ژر به د هوا او ځمکې له لارې ټاکلو ځايونو ته ولېږدول شي.

که څه هم مسوولين وايي، چې د نهه ميليونه رايه ورکونکو له ډلې يې د اووه اعشاريه درې میليونه کسانو نومونه په ډيجيټل سستم کې ثبت کړي خو په عين حال کې د افغانستان د ګوندونو ائيتلاف او سياسيون نيوکه کوي چې حکومت د شفافو انتخاباتو اراده نه لري، د نوم ليکنې بهير کې جعلي کارتونه او او سټيکرونو په ګډون نږدې يو ميليون داسې اسناد په لاس لري چې د انتخاباتو شفافیت تر سوال لاندې راولي.

تيرو ټاکنو، د جان کيري د ګډ حکومت انتخاب ته په کتو او د طالبانو د ګواښونو له ويرې ښايي د هېواد ډيری وګړي په راتلونکو انتخاباتو کې برخه وانخلي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close