کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲ چنګاښ، ۱۴۰۱ل)
په داسې حال کې چې د افغانستان په خوست او پکتیکا کې د وړمې شپې په زلزله کې د وژل شویو کسانو شمېره ۱۵۰۰ ته رسیدلې ده؛ د پاکستان پوځ وایي په اوښتو تلفاتو خواشیني دي او هر ډول همکارۍ ته چمتو دي.
د پاکستاني پوځ د رسنیو د څانګې “ISPR” ویاند تېره شپه پلازمینه اسلام اباد کې یوې خبري ناستې ته د خبرو پر مهال افغانستان وروستۍ زلزله کې په اوښتو ځاني او مالي زیانونو خواشیني څرګنده کړې ده او ټینګار یې کړی دی چې افغان ولس سره به هر ډول ممکنه مرسته وکړي.
باید وویل شي چې تر دې وړاندې د پاکستان لومړي وزیر “میاه محمد شهباز شریف” د واکمن مسلم لیک “ن” ګوند مرستیالې مشرې “مریم نواز” او پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګـوند مشر “عمران خان” هم افغانستان کې د زلزلې له امله په اوښتو زیانونو ژوره خواشیني څرګندونه کړې او هر ډول مرستې ته یې چمتوالی ښودلی و.