د افغانستان سره د میلیاردونو ډالرو مرستو سربېره د کابل د سړکونو وضیعت خراب دی

کابل ټکی کام ۱۷سلواغه/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
له افغانستان سره د دیارلسو کلنو میلیاردونو ډالرو مرستو سر بېره بیا هم د کابل ښاریان د سړکونو له بد وضیعت څخه شکایت کوي، او وايي چې ډېری بهرنۍ مرستې بې ځایه لګیږي، خو د سړکونو په رغولو کې چې یو پر ځای عمل دی، نه مصرف کیږي.
ځايي خلک وايي، په ډېری سړکونو له کلونو څخه چارې پیل شوي دي، خو دا چې په کار کولو کې یې زیات وخت تېر شوی، کارونه یې نیمګړي پاتې کیږي.
د کابل ښار ځايي اوسېدونکي وایي، له ګڼو ستونزو سره مخ دي چې یوه ستونزه یې د سړکونو نه رغېدنه ده، چې دولت ورته هېڅ پام نه دی کړی.
همدا شان د کابل ښار موټر چلوونکي هم د سړکونو دغه وضیعت د خپلو مالي او روغتیایي ستونزو لوی لامل بولي.
له بلې خوا د پلازمینې ښاروالي وايي، چې دا په دوی پورې اړونده مسئله نه ده، بلکې د هوا په حالاتو پورې اړونده مسئله ده.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close