د افغانستان نوموتی سندر غاړی ښاغلی مومن خان «بېلتون» د ۹۵کالو په عمر ومړ

کابل ټکی کام ۱۸عقرب/۱۳۹۴

احمدالله مهاجر
د افغانستان د نوموتي سندرغاړي مومن خان بېلتون کورنۍ رسنیو ته خبر ورکړی دی چې نن دوشنبه شاوخوا ۱۱بجې د ورپېښې ناروغۍ له کبله د کابل په یوه روغتون کې د تل لپاره سترګې پټې کړې.
په خبر کې راغلي دي چې بېلتون صېب له اوږدې مودې څخه په روغتون کې بستر وو.
استاد مومن خان «بېلتون» په لوګر ولایت کې زېږېدلی دی، او ۱۰۰۰سندرې یې ویلي دي.

استاد مومن خان «بېلتون»
استاد مومن خان «بېلتون»

بېلتون صېب د هېواد د اصیلې موسیقۍ په برخه کې ځانګړی سبک درلود، چې په سلګونه زره مینوال یې درلودل.
د افغانستان د موسیقۍ مینه وال د بېلتون صېب مړینه د افغان اصیلې موسیقۍ لویه ضایعه بولي.
د یادونې وړ ده چې بېلتون صېب زیات شعرونه د صوفي شاعر ښاغلي مرحوم بهايي جان آغا زمزمه کړي دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close