د افغانستان ولسي جرګې د بهرنیو چارو او د کډوالو چارو وزیران رابللي دي

کابل ټکی کام فرید احمد

د افغانستان ولسي جرګې د بهرنیو او کډوالو چارو وزیران احضار کړي دي ترڅو دا پوښتنه ترې وشي چې ولې په لوړه کچه له افغانستان څخه وتلي ځوانان په نورو ملکونو کې په بده ورځ دي.

د افغانستان ولسي جرګې پرون د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني او د کډوالو د چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي وروبلل او ورڅخه یې وغوښتل چې په اروپايي هیوادونو کښې د افغان کډوالو د ناسم وضعیت په هکله وضاحت ورکړي.

د بهرنیو چارو وزیر رباني ولسي جرګې ته په خطاب کې وویل: د ملګرو ملتو د تازه شمیرنو له مخې په ۲۰۱۵ کال کښې ۱ لک ۴۶ زره افغانان له هیواده وتلي چې پکښې اتیا زره کسان جرمني ته تللي دي، او د جرمني حکومت ویلي چې له دې شمیر څخه د ۴۸ فیصده کډوالو د پناهندګۍ غوښتنه منله شوې او پاتې نور رد شوي دي.

د افغانستان د مهاجرینو د چارو وزیر حسین عالمي بلخي هم ولسي جرګې غړیو سوالونو ته ځوابونه وویل او زیاته یې کړه چې د نړۍ مختلفو هیوادونو ته د افغان ښاریزو د تګ د څپې په تېزی سره روانې دي، او په همدې موخه یې له ډيرو ملکونو سره له سل وارې زیات کتلي دي. خو بلخي دا ځای واضح نکړ چې کومې خاصې نتیجې ته رسیدلي دي او کنه.

دواړو وزیرانو په دې تاکید وکړ چې ترڅو په ملک کې امنیت نه وي راغلی او همداشان چې په ملک کې د ځوانانو لپاره کار روزګار نه وي پیدا شوی همدا لړی به همداسې په تېزی سره روانه وي.

د یادونې وړ ده چې د اشرف غني د انتخاباتي کمپاین یو شعار دا وو چې خپل ټول ځوانان به له بهرنیو ملکونو څخه راغواړي او په هیواد کې دننه به د کار زمینه ورته مساعده وي. خو دده په دور کې برخلاف تر بل هر وخت زیات ځوانان نورو ملکونو ته مهاجرت پیل کړی دی.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close