د افغانستان  پانګونه مخ په رکود روانه ده

(کابل ټکی کام :یک شنبه ،لړم ۱۰ ،۹۴ ۱۳ل)

د یوې نوې سروې له مخې چې ښيي  په ۲۰۱۴ میلادي کال کې چې همدغه سروې ترسره شوې وه او د روان ۲۰۱۵ میلادي کال په لومړیو نهو میاشتو کې د افغانستان پانګونه ۲۶ فیصده راټیټه شوې ده .

«ایسا» یا د افغانستان د پانګونې اداره وايي چې تر ډېره دغه پانګونه په ساختماني برخه راکمه شوې ده.

د ایسا د ادارې رئیس قربان حقجو تېره ورځ خبریالانو ته وويل، له پنځوسو نه  تر شپیتو سلنه پورې د پانګونې راکمېدل او د اقتصادي پرمختګ د مخنیوي لامل په افغانستان کې د سیاسي اقتصادي ثبات نشتوالی دی .

داسې اندېښنې شته چې، چې تر دې د مخه د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویلي وو چې حدا اقل ۲۴ سلنه د دغه هېواد خلک له بیکارۍ او ۱۵ سلنه د موقعتي کارونو له امله کړېږي .

د یادونې وړ ده چې تردې یو کال پخوا افغانان دیته خوشبین وه چې د اشرف غني ادارې په راتلو به د هېواد اقتصاد پیاوړی شي، خو نتیجه بیا داسې نه وه د افغانستان اوسنی حالت ښيي چې د افغانستان اقتصاد به نور هم په زوړ ولاړ شي .

په دې وروستیو کې د افغانستان حکومت په یو شمېر وزارتونو بودیجه کمه کړېده، د معارف په برخه کې د حق زحمه يي معاشونه په تېره اونۍ کې بند کړل، چې د یو شمېر ښونکو غبرګونونه يي راوپارول .

حماس افغان

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close