د افغانستان پر روانو حالاتو له خیرالله شینواري سره د کابل.کام مرکه

شینواری: دغه حکومت که د سولې په خبرو اترو کې له پاک زړه او صداقت هلې ځلې وکړې، نو، زما له آنده، چې نېکبختي به یې په نصیب وي، د تاریخ برخه به وګرځي او د خپلو خلکو زړونه به وګټي. دا چې طالبانو وار دمخه د یو پراخ بنسټه حکومت د ایجاد او تشکیل خبره کړې، نو خامخا به د دې نظام اهل او دانا خلک په هغې کې برخه ولري او د دې ولس خدمت ته به ادامه ورکوي.

په افغانستان کې د سولییزو هلو ځلو او ترڅنګ یې پر نورو تحولاتو له شنونکي، لیکوال او مدني فعال، خیرالله شینواري، سره د کابل.کام مرکه:

ـــــ

کابل.کام: د لومړۍ پوښتنې په توګه، د سولې په تړاو د افغان حکومت وروستۍ هلې ځلې او تر څنګ یې پر خونړیو جګړو ټینګار څنګه ارزوئ. آیا دا ډول پالیسي د افغانستان لپاره واقعاً مثبته تمامېدلای شي؟

 شینواری: د افغان حکومت رول د سولې په روانه پروسه کې پیکه و او دی. دا ځکه چې د جګړې پیل افغان حکومت او یا هم د نظام په رأس کې اشخاصو نه دی کړی، جګړه بهرنیانو او په رأس کې امریکایانو پیل کړې وه، او د سولې د خبرو واک او اختیار هم له دوی سره دی.

کابل.کام: امریکا په وار وار ویلي چې دوی د ”یوه بې طرفه ناظر“ په توګه په مذاکراتو کې ګډون کوي. افغان حکومت هم غواړي چې دا مذاکرات پخپله مخته یوسي. ستاسو په آند، امریکا ولې له مخامخ مذاکراتو ځان څنډې ته کوي؟

شینواری: د جګړې یو مهم اړخ هېڅکله په سوله کې ناظر نه شي پاتې کېدای. ناظر هغه بېطرفه خیرخواه جهت دی چې پخپله مستقیم یا غیر مستقیم په جګړه کې د کوم لوري په ګټه یا تاوان ښکېل نه وي. جالبه ده چې هغه امریکا د ناظر رول  لوبولو خبره کوي د چا چې دلته یو وخت تر یو لک زیات پوځیان په جګړه کې ښکېل وو، چا چې د افغانستان هوایي او ځمکنی حریم یرغمل کړی، چا چې زمونږ په کلو او بانډو، ښارونو، جوماتونو او حجرو، ودونو او جنازو، ښوونځیو او روغتونونو درنې بمبارۍ کړي، د لکونو انسانانو ژوند یې اخیستی، مخامخ یې د افغانستان په سیاسي، نظامي او اقتصادي چارو کې مداخلې کړې. آیا دا ناظر کېدای شي؟؟ نه، هېڅکله نه.

کابل.کام: که امریکا له طالبانو سره د بهرنیو ځواکونو د وتلو د مهالوېش پر ټاکلو سلا شي، دا به د افغان حکومت په ګټه که پر زیان تمامه شي؟ همداراز، لکه څرنګه چې حکومت-پلوه کسان د مجاهدینو د دورې د تکرار اندېښنه لري، آیا واقعاً دا اندېښنې پر ځای دي؟

شینواری: پر مهالوېش د طرفینو سلا نه یواځې د طالبانو غوښتنه ده بلکې هېڅ خپلواک افغان پخپل ګران ټاټوبي کې یرغلګر نشي زغملای. پر مهالوېش سلا به نیم او نیم کله نظام وژغوري، جګړه به ودروي، د امنیتي ځواکونو تلفات به صفر کړي، ملکي تلفات به ختم کړي، د تېرو ترخو تجربو د تکرار مخنیوی به وکړي، چې تاسو ورته په خپل سوال کې هم اشاره کړې، او بالآخره د Integration او Assimilation او Neutralization تخنیکې پروسه به هم په احسن شکل ترسره شي.

کابل.کام: ستاسو په آند، ولسمشر غني د واک په وروستیو کې ولې سولې ته لېواله شو. آیا د راتلونکو انتخاباتو لپاره د کمپاین هڅه کوي او که نور اهداف هم لري؟

شینواری: سیاسیون تل په اهدافو پسې وي، او دا د سیاست قاعده هم ده چې له فرصتونو په ګټه اخیستنه باید اهداف تعقیب شي. که چېرته ډاکتر صیب اشرف غني په سوله کې خپل سیاسي اهداف تعقیبوي، نو، زما په آند، دا د ولس په خیر کار دی. کاش زمونږ سیاسیون د ولس په ښېګڼه کې سیاسي رقابتونو ته راووځي.

 واک ته له رسېدو ورسته او بیا اوس د ډاکتر صیب غني په خبرو او لهجه کې څرګند توپیر محسوسېږي. اوس هغه د جګړې او اخطار بیانې نه ورکوي، د ”تسلیم شئ کنه مرګ ته تیار شئ“ دړکې اوس د سټېجونو پر سر نشته، بلکې د اوربند، د خبرو، د مذاکراتو او داسې نور وړاندیزونه دي. که رښتینې هڅې وشي، نو په خپلو خلکو کې بایللی محبوبیت به بېرته ترلاسه کړي.

لیکوال او فعال خیر الله شینواری

کابل.کام: د شمال او جنوب ځینو څېرو ”لوی ملي اېتلاف“ اعلان کړ. په داسې حال کې چې ارګ او حامد کرزي یې هم هرکلی کړی، څه فکر کوئ چې دا اېتلاف به د هېواد د علیا ګټو لپاره ژمن پاتې شي، او ایا بقا به هم ولري؟

شینواری: د جنګسالارانو اېتلافونه تل عارضي، لنډمهالي او د شخصي ګټو د تضمین پر بنا ولاړ وو. دغو منفورو څېرو مخکې هم ورته اېتلافونه تشکیل کړي. دې اېتلافونو افغانستان ته هیڅ ګټه نه ده رسولې. په دغه اېتلاف کې هر جنګسالار د ملت له خزانې ملیونر دی، د تجارتونو او ملکیتونو خاوند دی، خو یو یې هم د افغانستان لپاره کومه ځانګړې لاسته راوړنه نه لري. دوی له ملاتړو سره یې د بي-۵۲ پر مټ د افغانستان پر ولس مسلط شوي. دوی هيڅ قول او وفا نه لري. زه باوري یم چې ډېر ژر به له خپله مېنځه ووېشل شي.

کابل.کام: عمران خان له افغانستان سره د ښو اړیکو د رغولو اعلان کړی دی. په عین حال کې پر هغه د پوځ د ملاتړ تورونه هم دي او له دې سره اشرف غني پاکستان ته په خپله واکمنۍ کې داسې امتیازات ورکړي چې هیڅ افغان ولسمشر نه وو ورکړي. ستاسو په آند، د عمران خان نوی دریځ به د افغانستان په ثبات کې مثبت رول ولري؟

شینواری: په جنوبي او منځنۍ آسیا کې سیاسي بدلونونه او تحولات پېښېدونکي دي. د ټرمپ د جګړې سټراټېژي له ناکامي سره مخ شوه. ټرمپ هوښیاري وکړه او مستقیم یې د خبرو انتخاب غوره کړ. پاکستان له دې بدلونونو وروسته او بېخبره نشي پاتې کېدای. نوی حکومت د پوځ په ځواک او مرسته قدرت ته رسېدونکی دی.

عمران خان به د پوځ اجنډاوې په ملکي حکومت کې پیاوړې او تطبیق کړي، خو دا څرګنده ده چې پاکستان هېڅکله په افغانستان کې د دائمي ثبات پلوی نه دی او همېشه د مغرضانه تحرکانو، سیاسي او نظامي لاسوهنو له لارې غواړي د افغانستان بې ثباتي ته لمن ووهي او خپل ستراتېژیک عمق تعقیب کړي. په دې تړاو ډېره امېدواري به پر ځای فکر نه وي.

کابل.کام: بیا هم، د افغان سولې په تړاو، حکومت د علماوو په نوم درې لویې غونډې راوبللې. د سولې د ولسي حرکتونو په نوم فعالان راپورته شول او داسې نورې هڅې ترسره شوې چې د امریکايي چارواکو د هغې وینا مصداق بلل کېدل چې پر طالبانو به دیني او ټولنیز فشار راوړل شي. ولې په دې ټولو جریاناتو کې امریکا د جګړې د لوري په حیث یاده نه شوه، او ولې یې طالبانو مخالفت وکړ؟

شینواری: مونږ په ځلهاوو ویلي چې سوله باید پروسه وي نه پروژه. د دې پروسې پایله باید هغه څه وي چې ګران هیواد د دائمي ثبات په لور بوځي، نه دا چې ډلې او ټپلې تسلیم او جګړه روانه وي. کومې ناستې، حرکتونه او فعالتونه چې تاسو ورته اشاره وکړه که یوه یې هم د جګړې په اصلي لامل او عامل بحث کړی وای نو نن به یې دا حال نه وای. نن به یې ولس ښه راغلاست کړی وای او هلو ځلو به یې پایله لرلې وای. متاسفانه چې دې هڅو پروژو ته ورته شکل اختیار کړؤ چې په ولس او بیا د جګړې په ښکېلو لوریو یې تاثیر کم رنګه و.

کابل.کام: په مختلفو ولایاتو کې پر ولسي خلکو بمبارۍ او شپنۍ چاپې ډیرې شوې او، د شمېرو له مخې، په تېره یوه اوونۍ کې سل افغان ملکیان وژل شوي. د دې ترڅنګ ګڼ شمېر ښوونځي او مدارس هم د هوایي بریدونو ښکار شوي. ستاسو په آند، دا پالیسي به د سولې  او جګړو پر ذهنیت کوم اغېز وشیندي او آیا کوم ناوړه عواقب به هم له ځانه سره ولري؟

شینواری: له جګړې وروسته او تر سولې وړاندې د جګړې اړخونه د پیاوړي موقف د حاصلولو په خاطر د جګړې شدت ته مخه کړي، ځان پیاوړی او مقابل طرف کمزوری وښيي تر څو په مذاکراتو کې ډېر امتیاز ترلاسه کړي. بدبختانه، مونږ افغانان په همغه سیالۍ کې قرار لرو. زمونږ هیله د جګړې له اړخونو دا ده چې ژر تر ژره د وینو تویولو پر ځای پر وینه درولو پیل وکړي او د مظلومو او دردېدلو افغانانو له لا ډېرې زورونې او ربړېدنې نور لاس په سر شي.

کابل.کام: د وروستۍ پوښتنې په توګه، که طالبان او امریکا په خپل منځ کی یو توافق ته ورسېږي، د کابل حکومت انجام به څه وي؟

شینواری: دغه حکومت که د سولې په خبرو اترو کې له پاک زړه او صداقت هلې ځلې وکړې، نو، زما له آنده، چې نېکبختي به یې په نصیب وي، د تاریخ برخه به وګرځي او د خپلو خلکو زړونه به وګټي. دا چې طالبانو وار دمخه د یو پراخ بنسټه حکومت د ایجاد او تشکیل خبره کړې، نو خامخا به د دې نظام اهل او دانا خلک په هغې کې برخه ولري او د دې ولس خدمت ته به ادامه ورکوي.

کابل.کام: په آخر کې د یوه ځوان په صفت افغان ولس ته څه پیغام لرئ؟

شینواری: زما پیغام د افغانستان د ولس مشرانو، علماوو او ځوانانو ته دا دی چې ټول په یو اواز د جګړې پر ضد غږ پورته کړي. د خپلو بچیانو، ښځو، ماشومانو او ځوانانو په روانو وینو نوره روانه خاموشي بس ده. امریکا او متحدین به یې هېڅکله زمونږ په پاکه خاوره د خپلو ناولو مخو تعقیب پرېنږدي، خو که مونږ د ولس په توګه د دوی مخې ته ونه درېږو، تر څو چې یو ولسي فشار د جګړې د درېدو په موخه راڅرګند نشي دا حالت به همداسې روان وي.

په ځانګړې توګه د افغانستان ځوانان دې خپل راتلونکی ځان ته پخپله وټاکي چې آیا دوی هم لکه دا تېر دوه نسلونه په جګړه کې ژوند غواړي؟ آیا دوی هم د بې اجله مرګونو خوراک ته خپلې غوښې وریتوي؟ آیا دوی هم د پردیو د جګړو اور په خپل جنت نشان هیواد جاري غواړي؟ او که نه له دې تورو تیارو د سپین سباوون په لور د خپلواکۍ مشالونه بلول غواړي.

کابل.کام: محترم خیرالله شینواری صیب، مننه چې زمونږ بلنه مو ومنله.

ومن الله التوفیق

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close