د افغانستان په اړه دروسېې اندیښنې

په افغانستان کې چې امنیتي حالات ورځ په ورځ خرابیږي ګاونډیان او د سیمې هېوادونه ېې دخطرسره مخ کړي دي چې په دې اړه د افغانستان لپاره د روسېې استازي ضمیرکابلوف سخته اندیښنه ښودلې ویلی ېې دي چې د افغانستان راتلونکی تیاره او د حل په اړه ېې هیڅ ډول لاره نه لیدل کیږي .

دافغانستان لپاره د روسېې د ځانګړي استازي اندیښنه پرځای ده چې دا مهال په افغانستان کې کوم حالات وجود لري یواځې د افغانستان نه بلکه د ګاونډیانواو دسیمې دهیوادونو لپاره یوسترګواښ دی چې د امریکا ېې چارواکو په وینا په عراق او سوریه کې داعش ډله د ماتې سره مخ ده او هره ورځ نیول شوي سیمې له لاسه ورکوي امکان لري د ماتې په صورت کې افغانستان ته وتښتي.

امریکا تل په مطبوعاتوکې د مخه دیوه پلان د عملي کولو لپاره لومړی زمینه سازي کړې ده او بیاېې هغه پلان عملي کړی دی په اصل کې داعش ډله په سوریه او عراق کې له ماتې وروسته افغانستان ته نه تښتي بلکه افغانستان ته استول کیږي اوپه افغانستان کې د داعش لخوا د نیولو شوو سیمو ترڅنګ  به هغه سیمې هم ونیول شي چې بیاېې ترې په اسانۍ سره دولتي خواکونه ، نه شی نیولی.

د ضمیر کابلوف اندیښڼه هم داده چې دافغانستان راتلونکی  ېې تیاره یاد کړی ده روسیه په افغانستان کې د امریکا لخوا دیوې نوې جنګي جبهې په اړه معلومات لري که نوې جنکي جبهه په افغانستان کې نوروولایاتو ته پراخه  شوه نو افغانستان ته دامریکا نوې جنګي جبهه بیاپه افغانستان کې نه پاتې کیږي بلکه نوروهیوادونوته پښې ورغځوي.

د افغانستان حالات د کابلو ف په وینا ورځ په ورځ مخ په خرا بیدودي دادی د وزیرانو بې باورۍ حکومت ترسوال لاندی راووست هغه اشرف غنی چې ویل به ېې په وزارتونوکې اصلاحات راولم نن ټینګارکوي  چې د بې باوره وکیلانو په اړه به په بیړه پریکړه نه کیږي .

روسیه د دې انتظارباسی چې افغانستان په خپل حالت پاتې شي جګړه ېې له پولو وا نه وړی ځکه خو روسیه له طالبانو ویره نه لري طالبان چې د څه لپاره مبارزه کوي هغه دافغانستا له حدودوبهرنه ووځي، کیدې شي روسیه په راتلونکي کې په افغانستان کې د تیارو دله منځه وړلو لپاره  د طالبانو سره اړیکې هم ښې کړي.

د روسيې سره دافغانستان په اړه د مخه هیڅ اندیښنه نه وه خو کله چې ېې افغان امنیتي پوځونه په افغانستان کې د داعش په اړه شکمن ولیدل  چې د یوه پلان له مخې داعش ته سیمې پریږدی نو د افغانستان د راتلونکي په اړه ېې د خپل نظر څرګندونې وکړي چې روسیه به  په تمام قوت سره دخپل هیواد دفاع وکړي .

دکابلوف په ویناپه یوه هیواد کې درې برخوسره بریالیتوب ترلاسه کیدای شی پیاوړی اقتصاد،ښه حکومتولي او غښتلی وسله وال ځواک ، که موږ داهم ومنو چې افغانستان کې دامهال د تیرپه نسبت امنیتی ځواک یوڅه ښه شوی دی خوچې په لوی لاس په افغانستان کې نوې جنګي جبهه په افغانستان مسلطه کیږي او امنیتي ځواکونوته دعملیاتو او مخالیفینو دله منځه وړلو امر نه کیږي غښتلی پوځ به څه وکړي.

دسوریی او عراق حالاتو ته په کتو سره د کابلوف وینا دتائید وړده چې امکان شته په افغانستان کې دعراق او سورېې په څیر حالات منځ ته راوړل شي ترڅو د منځنۍ اسیالپاره جوړه کړل شوې نقشه عملي کړل شي ځکه خو روسیه د مخه د ګواښونو دمخنیوی لپاره یوه لاره لټوي.

رسیه دامهال دافغان حکومت ملاتړ په خلاص مټ سره کوي خو په افغانستان کې د موجوده نا امنیو څخه هم اندیښنه لري چې د تیرو پنځلسو کالو په نسبت د ناتو د ځواکونو له  موجودیت سره امنیت ورځ په ورځ خرابیږي .

روسیه په دې باورده چې په اوسنیوحالاتو کې دافغانستان راتلونکی تیاره ده خو لاس ترځنی کښیناستل هم یوغفلت دی چې بیابه ېې جبران نه شوکولای که د د فاع وزارت له روسيي نورې سپکې اودرنې وسلې وغواړي شاید ورېې کړي ترڅو افغان ځواکونه یې خپله دفاع وکړي او که افغان دولت  له روسې نوره مرسته وغواړي شاید په پټه توګه مرسته هم ورسره وکړي ځکه روسیه دا مهال دافغانستان له بدو امنیتی حالاتو سخته اندیښنه لري.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close