د افغانستان کرکت لوبډلې متحده عرب اماراتو لوبډلې ته ماتې ورکړه

کابل ټکی کام راپور ارین افغان ۱۹ چنګاښ ۱۳۹۴ د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د ۲۰۱۶ کال د شل اوریز نړیوال جام  د غوراوي په دویمه لوبه کې د اماراتو ملي لوبډلې ته په اتو وېکټو ستره ماتي ورکړه.    دلوبې پچه یا ټاس د اماراتو لوبډلې مشر وګټله، او لومړی ئې د توپ وهنې پرېکړه وکړه. د شپږو کسانو په سوځېدو یې په شل اورونو کې ۱۶۴ منډې وکړې، او د افغانستان سره یې ۱۶۵ منډې هدف کېښود. افغانستان خورا ښه پیل درلود، د افغانستان په بریا کې د شهزاد محمدي په ۳۳ بالو ۷۴ منډې د پام وړ وې، د شهزاد سره اصغر ستانکزی او سمیع الله شینواری هم خورا ښه لوبه وکړه. اصغر ۴۴ او سمیع الله ۳۰ ناسوځېدلي منډې وکړې، په بالینګ کې میرویس اشرف او حمید حسن دوه دوه لوبغاړي وسوځو ل، یاده لوبه افغانستان په داسې حال وګټله چې ۱۶ توپونه ئې لاپاتې ؤ، دلوبې غوره لوبغاړی شهزاد محمدي شو.

اړونده مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close