د افغانستان کرکټ ملي لوبډله انګلستان ته لاړه

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، زمری ۶)

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن د شنبې په ورځ د تمريناتي کمپ د ترسره کېدو او له ايرلنډ سره د لوبو د چمتووالي لپاره انګلستان ته ولاړه.

د افغانستان کرکټ بوډ د معلوماتو پر اساس، لوبډله به لومړی د انګلستان په تمریناتي کمپ کې برخه واخلي او له هغه وروسته به د اګست ۱۷مه ایرلنډ هېواد ته ولاړه شي.

د ايرلينډ په کوبه توب راتلونکې اګست مياشت کې د افغانستان او ايرلينډ کرکټ ملي لوبډلو تر منځ درې پنځوس اوريزې او او درې شل اوريزې سيالۍ ترسره کېږي.

د ایرلنډ پر خلاف د نړیوالو شل اوریزو لوبو لپاره د افغانستان په څوارلس کسیزه لوبډله کې:  شهزاد محمدي، عثمان غني، حضرت الله ځاځی، سمیع االله شینواری، اصغر ستانکزی، محمد نبي، شفیق الله شفق، نجیب ځدراڼ، ګلبدین نایب، راشدخان، مجیب ځدراڼ، میرویس اشرف، افتاب عالم او فرید ملک شامل دي.

او د نړیوالو پنځوس اوریزو لوبو لپاره په شپاړلس کسیزه لوبډلې لپاره: محمد شهزاد، جاوید احمدي، احسان الله جنت، رحمت شاه، اصغر ستانکزی، سمیع الله شینواری، حشمت الله شاهدي، نجیب ځدراڼ، محمد نبي، ګلبدین نایب، راشدخان، مجیب ځدراڼ، افتاب عالم، سیداحمد شېرزاد، دولت ځدراڼ او وفادار انتخاب شوي دي.

ټاکل شوې، د دغه سياليو شل اوريزې لوبې د اګست “په ۲۰ مه، ۲۲ مه او ۲۴ مه” نيټه او همدارنګه پنځوس اوریزې لوبې د اګست په “۲۷ مه، ۲۹ مه او ۳۱ ” نېټه ترسره شي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close