د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ايرلنډ ته په پنځو ويکټو ماتې ورکړه

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵۲۶) الماس خدرخیل

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د صحرا جام نړيوال شل اوريزو سیاليو په لړ کې د ايرلينډ د پياوړې او سيالې لوبډلې سره مخامخ شوه، چې په پنځو ويکټو يې د ايرلنډ لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د صحرا جام شل اوريزه سياليو تېره ورځ لومړنۍ لوبه وه، چې په متحده اماراتو کې د ايرلينډ او افغان ملي لوبډلې تر منځ ترسره شوه.

ايرلنډ لوبډلې د ټاس په ګټلو لومړی توپ وهنه وکړه، چې افغانستان ته يې په ټاکلو شلو اورنو کې د شپږو لوبغاړو په سوزېدو 126 منډې هدف ورکړ.

افغانستان ټاکل شوی هدف په ۱۸.۴ اورونو کې یوازې پنځه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره پوره او خپله لومړۍ لوبه کې يي بریا ترلاسه کړه.

امیر حمزه، محمد نبي او راشد ارمان خپل څلور څلور اورونو کې دوه دوه وېکټې واخیستې.

امیر حمزه ۴ اورونو کې ۲۱، محمد نبي ۴ اورونو کې ۲۷ او راشد خان ۴ اورونو کې ۲۲ منډې ورکړې.

د دغې سيالۍ غوره لوبغاړی نبي عيسی خيل وټاکل شو، چې د دوو لوبغاړو د سوزولو ترڅنګ یې شپږ ويشت ناسوزېدلې منډې کړې وې.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله به د صحرا جام سياليو کې خپله دويمه لوبه سبا ماښام له کوربه هيواد اماراتو سره ترسره کوي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close