د افغان او امریکايي عسکرو په مخامخ ليدنو بنديز ولګيد

واشنګټن پوسټ: له يادو بريدونو وروسته د افغان او امريکايي چارواکو تر منځ څو مخامخ ملاقاتونه هم رد شوي چې لامل يې د داخلي بريد ويره بلل شوې ده

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۳) تيره اوونۍ له پرلپسې دوو داخلي بريدونو وروسته چې د افغان چارواکو تر څنګ بهرني پوځيان پکې په نښه شول د افغان او امریکايي ځواکونو تر منځ په مخامخ ليدنه بنديز لګيدلی دی.

د امریکايي پوځ يوه قومندان ډيوډ بټلر واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته ويلي، چې دا بنديزونه د کندهار له بريد وروسته په موقت ډول و خو په هرات کې پر امريکايي عسکرو له بريد وروسته د چارواکو اندېښنې زياتې او دوام يې پيدا کړ.

د سرچينې په وينا، له يادو بريدونو وروسته د افغان او امريکايي چارواکو تر منځ څو مخامخ ملاقاتونه هم رد شوي چې لامل يې د داخلي بريد ويره بلل شوې ده.

ورځپاڼې ته د افغان پوځ يوه لوړپوړي پوځي چارواکي ويلي، چې دوی ته امر شوی چې د بهرنيانو خواته د لیدنو لپاره لاړ نه شي او که ملاقاتونه کېږي هم د بهرنيو ځواکونو په مرکزونو کې به وي نه د افغان پوځ په مرکزونو کې.

د سرچينې په وينا، پر افغان پوځيانو د بهرنيانو بې باوري زياته شوې چې له کبله يې په مؤقت ډول له افغان پوځي مرکزونو څخه بهرنيان وتلي دي.

واشنګټن پوسټ وایي، امریکایان له سختې وارخطایي سره مخ دي او عام افغانان فکر کوي چې جنرال رازق امریکایانو وژلی او ښایي په کسات کې یې بریدونه وشي.

تيره اوونۍ د کندهار ولايت مقام کې د بهرنيانو او افغان چارواکو پر ګډه غونډه يوه افغان عسکر بريد وکړ چې په ترڅ کې يې د دغه ولايت امنيه قومندان جنرال رازق، د امنيت رئس او نور چارواکي ووژل شول، او د والي ويسا تر څنګ د کندهار لپاره د امريکايي ځواکونو قومندان او څو بهرني عسکر پکې ټپيان شول.

له يادې پيښې شاوخوا څلور ورځې وروسته د هرات ولايت د شنډنډ په هوايي ډګر کې يوه کومانډو عسکر پر بهرنيو پوځيانو بريد وکړ چې په ترڅ کې يې د چک جمهوريت يو پوځي ووژل شو او دوه نور ټپيان شول.

طالبانو د دواړو بريدونو مسؤليت په غاړه اخيستی او ويلي يې دي چې یاد بريدګر د افغان پوځ په ليکو کې د دوی نفوذي کسان و چې په افغان او بهرنيو ځواکونو يې بريدونه کړي دي.

طالبانو تر دې مخکې هم په خپلو اعلاميو کې ويلي، چې د افغان پوځ په ليکو کې يې لسګونه نفوذي کسان ځای پر ځای کړي او له موقع په استفادې به پر افغان او بهرنيو ځواکونو بريدونه کوي.

یادې ورځپاڼې ويلي، د ط البانو په نفوذي بریدونو کې له ۲۰۰۸ کال راهیسي ۱۵۵ ایتلافي عسکر وژل شوي او تر ۲۰۰ تنو ډیر ټپیان دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close