د افغان جمهوري دولت اوربل، پرلت، فتوا او اوربند د نيکولسن اوامر دي!!!

لیکوال: عبد المتین غورځنګ

په دې کې خو شک نشته چې امريکا د شمالي ټلوالې او نورو داخلي اجیرانو پر مټ پر افغانستان خونړی او د تاريخ په اوږدو کې کمساری بريد تر سره کړ او د یرغل په دې طويله او اوږده موده کې يې وخت پر وخت خپل تجربه کار او ازمايل شوي جنرالان د افغانستان خاورې ته راولېږل تر څو د دوی پر وړاندې د افغانانو مقاومت وځپی. خو د وروستي جنرال (نيکولسن) د جنرالۍ پر مهال د افغانانو ذهنونه له څو نادرو او ناولدو کليمو سره اشنا شول چې هغه کليمې ( د سولې تر شعار لاندې پرلت، فتوا او اوربند) دي، که مو په ياد وي، نيکولسن لومړی له خپلو افغانو اجیرانو څخه د سولې لپاره د پرلتونو غوښتنه وکړه او اجيرانو یې هم د امر اطاعت وکړ او پيل له هلمند څخه وکړ، چې بالاخره له سکوټې ناکامۍ سره مخ شو، له دې وروسته یې بيا په يوه وينا کې وويل چې: موږ به پر طالبانو دينی او مذهبي فشارونه زيات او له دې لارې به يې ايل کړو. په همدې ارتباط يې د جاکارتا ښار کې د علماوو غونډه دايره کړه خو هغې غونډې يې هم هيلې په سمندر لاهو کړې، بيا پيوست په کابل کې د افغان علماوو په نوم غونډه جوړه کړه تر څو د تېرې شرمنده ګۍ(کومه چې د جاکارتا په غونډه کې وراوښتې وه) لپاره د خټې پوزه جوړه کړي، د دې ټولو پېښو په تعقیب یې دا ځل د اوربند پر دسيسه شخوند وواهه تر څو په دې سره خپل ځان، نور نړيوال اشغالګران او اجير دولت ولس ته سوله خوښي معرفي کړي او طالبان جګړه خوښی معرفي کړي، نو معلومېږي په وروستیو کې د دولت پلوو او سيکولرانو له لوري د (پرلت، فتوا او اوربند) الفاظ د سولې لپاره نه بلکې د نيکولسن اوامر دي.
خو ولس ته دې جوته وي د اسلامي امارت مشرتابه هم په خورا ځراکت د غرب دغه دسيسه هم شنډه او د کوچني اختر درې ورځې یې اوربند اعلان کړ، خو په دې معنا نه چې ګوندې له حکومت سره يووالی وشو. بلکې دا د اسلامي امارت له لوري پر خپل ولس د بې کچې ترحم او مينې ښکارندويي کوی.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close