د افغان سرتیري له امریکایي قاتلینو پوښتنې شوې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ ۱۷)

نیویارک ټایمز ورځپاڼې خبر ورکړی چې له هغو بهرنیو سرتیرو څخه چې تیره میاشت یې د هرات په شینډنډ هوایي ډګر کې یو افغان کمانډویي سرتیری یې په وهلو ډبولو وژلی و، څیړنې شوې دي.

دا پیښه دوه میاشتې وړاندې هغه مهال رامنځته شوه ، کله چې د طالبانو یوه نفوذي سرتیري د شینډنډ په هوایي ډګر کې دچک هیواد پر عسکرو ډزې وکړې او څو تنو ته یې مرګ ژوبله واړوله؛ تر پیښې وروسته یاد سرتیری د خپلو افغان ملګرو له خوا ونیول شو او بیا امریکایي ځواکونو ته وسپارل شو.
امریکایانو نوموړی تر سختو شکنجو وروسته بیرته افغان عسکرو ته سپارلی؛ او له هغوی سره مړ موندل شوی دی .

نیویارک ټایمز وایي؛ په یاده پیښه کې له ککړو امریکايي ځواکونو او ښکیلو سرتیرو او چارواکو څېړنې شوي دي.
ورځپاڼه زیاتوي؛ دا ډول پېښې د امریکايي ځواکونو په لیکو کې د جګړې د اخلاقي اړخ په اړه پوښتنې رامنځته کوي چې باید توجه ورته وشي.
ورځپاڼې د امریکا پر دفاع وزارت او قانون جوړوونکو ژغ کړی چې د سرتیرو د ګمارنې پر مهال دې له اړوندو چارواکو سختې پوښتنې طرحه کړي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close