د افغان سرتېرو حق الزحمة!!

ليکوال: خاکسار

دا خو په ټوله نړۍ کې منل شوې خبره ده چې سرتېري د هېواد د ساتلو، د ارضي تماميت د خوندي کولو او د نورو پر وړاندې له خپل هېواد څخه د دفاع چارې پر غاړه لري.

ځکه خو سرتېري هم په هېواد کې قدردان خلک وي او د هر هېواد وګړي د خپلو سرتېرو قدر کوي، د ولس د قدر کولو تر څنګ دولت هم د سرتېرو هر اړخيزه پالنه په غاړه لري او د سرتېرو حقوق خوندي ساتي، يعنې دولت په دې مکلف وي چې د سرتېرو مياشتنی معاش ونه ځنډوي بلکې په وخت يې ورکړي تر څو سرتېري پرې خپلې اقتصادي ستونزې حل کړای شي، همداشان د هر هېواد سرتېري د هماغه هېواد په حاکم نظام حق لري چې د سرتېرو هر اړخيزې ستونزې حل کړي او کله چې سرتېري يا د سرتېرو د کورنۍ مريضان او ناروغان په دولتي روغتونونو کې تداوي کړي تر څو سرتېري له دولت څخه د پرديتوب احساس ونه کړي، همداشان که چېرته د هېواد د دفاع په جګړه کې کوم سرتېری ووژل شي نو دولت مکلف دی چې له خپلې بوديجې څخه پر مياشتني معاش علاوه نورې نغدي مرستې هم وکړي، تر څو د نوموړي سرتېري کورنۍ مايوسه نشي او د پرديتوب احساس ونه کړي.

خو په افغانستان کې د امریکا لخوا په منځته راغلې د ملي وحدت اداره کې بیا دا هر څه برعکس دي، يعنې هغه سرتېري چې دهمدې ملي وحدت حکومت د دفاع لپاره جنګېږي، هېڅ قدرداني يې نه کوي، د دې پر ځای چې قربانۍ؟؟؟ ته يې احترام وکړي بلکې لا يې مسخره کوي او د پرديتوب احساس ورته کوي، چې له افغان سرتېرو سره د دولت دا ډول کړنې د هېواد په لر او بر کې د دې لامل ګرځېدلي چې هره ورځ لسګونه او سلګونه سرتېري د طالبانو ليکو ته ځي او د ملي وحدت د حکومت په وړاندې جنګېږي.

همداشان کله چې افغان سرتېري په جګړه کې ټپيان شي نو پر ځای د دې چې سالمه تداوي يې وشي افغان وحکومت يې ناسمه تداوي کوي او بيا د عمري معيوبېدو لامل ګرځي.

دا شان بايد ووايو چې په ټوله نړۍ کې د جنګ دا اصول او قوانين دي چې که چېرته د جګړې په ډګر کې د هېواد د سرتېرو مړي پاته شي نو د هماغه هېواد دولت دا مکلفيت لري چې دغه که په هر صورت وي د سرتېرو کورنيو ته يې وسپاري خو افغان دولت چې په کوم وخت کې يې سرتېري له طالبانو سره په جګړه کې ووژل شي نو په هفتو هفتو يې مړي د طالبانو په ساحه کې پراته وي او دولت يې په کيسه کې هم نه وي. چې د افغان وحدت ملي دولت دا ډول کړنه هم د دې لامل شوې چې سرتېري د طالبانو ليکو ته لاړ شي او طالبانو ته خپله اسلحه تسليم کړي تر څو يې ژوند په امن شي او خوشحاله ژوند تېر کړي.

له افغان سرتېرو سره د دولت لخوا پورتني اعمال او کړنې هغه څه دي چې د سرتېرو مورال يې ډېر ضعيف کړی دی او په هر جنګ او جګړه کې د طالبانو پر وړاندې ماتې خوري او بې شمېره مړي په هر ميدان ورڅخه پاتې وي.

خو دا هر څه به په ځای پرېږدو! دې ته به راشو چې د افغان ملي وحدت حکومت لخوا چې په پرېمانه کچه د سرتېرو حق خوړل شوی دی، هغه خو ښه په ښکاره خوړل شوی دی، خو دا بايد ووايو چې په دې وروستيو کې د اردو سرتېري هم د افغان دولت د ځانګړو ځواکونو او امریکايي ځواکونو په ګډو عملياتو او هوايي بريدونو کې د ملي اردو سرتېرو ته زياته مرګ ژوبله اوړي، چې دا دی تېره ورځ په اروزګان کې دغسې پېښه رامنځته شوې ده چې پکې ګڼ شمېر سرتېري وژل شوي او ټپيان شوي دي، چې دا دول پېښې نو بيا د افغان سرتېرو په مورال منفي تاثيرات لري.

خو د ملي اردو پر سرتېرو تر ټولو زړه بوږنوونکی بريد تېره ورځ د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې تر سره شو، چې په تر څ کې يې د ملي اردو د سرتېري ۱۲ تنه کورني غړي ووژل شو، دا بريد چې ، شپنۍ چاپه وه؛ په داسې حال کې تر سره شو چې د ملي اردو نوموړی سرتېری په ميدان وردګو ولايت کې د طالبانو پر وړاندې په جګړه بوخت وو،

نوموړی سرتېری وايي چې د خپلې کورنۍ د غړو له وژلو د خپل  موبايل ټيليفون له لارې خبر شو، چې له خبرېدو وروسته نه پوهېږي چې څه وکړي؟

چې له افغان سرتېرو سره د دولت دا ډول کړنې هيڅکله هم نه توجيه کېږي او  دا ډول کړنې د دولت او سرتېرو تر منځ فاصله او واټن پيدا کوي. خو افغان دولت بيا دې خبرې ته توجه نه کوي بلکې پرواه يې هم نه کوي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close