د افغان سولې په تړاو په مسکو کې کیدونکې غونډه وځنډول شوه

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وږی ۵)

د ارګ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغان سولې په تړاو د روسیې په کوربه توب کیدونکې نړیواله غونډه تر نامعلوم وخت پورې ځنډول شوې.
د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري وایي، د اشرف غنی او د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر سرګي لاروف تر منځ په تلیفوني اړیکه کې پریکړه شوې چې د لا زیاتې امادګۍ او د غونډې د مؤثریت په خاطر به یاده ناسته وځنډول شي، تر څو دواړه هېوادونه په ګډه د دغې ناستې لپاره چمتووالی ونیسي.

چخانسوري وایي “ ‏دواړه هېوادونه به په ګډه د دغې ناستې لپاره چمتووالی ونیسي، افغانستان او د روسیې دولت به په ګډه د دغې ناستې مدیریت او کوربه توب وکړي“

نوموړی زیاتوي، د غونډې د ځنډیدو ‏په موده کې به افغان حکومت په کور دننه سلا مشورو ته دوام ورکړي او هم به د دواړو هېوادونو ترمنځ ټیمونه د ناستې د څرنګوالي او وخت معلومولو په خاطر ګډ کار وکړي.

د یادونې وړ ده چې افغان حکومت وروسته تر هغه د مسکو په غونډه کې د ګډون کولو پریکړه لغوه کړه، کله چې امریکایانو یاده ناسته تحریم کړه، تر دې وړاندې افغان حکومت هم دې ناستې ته خوشبین ښکاریده خو د امریکا تر پریکون وروسته یې د طالبانو د شتون په پلمه مخالفت وکړ او ټینګار یې وکړ چې مسکو باید دې ډول ناستو ته د طالبانو د وربللو پرځای ، پر هغوی فشار راوړي، څو د ملي یووالي له حکومت سره مخامخ خبرو ته زړه ښه کړي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close