د افغان علماؤ هیئت: د“اشغال“ له موضوع پرته پر سوله تینګار کوي

جدې ته تللي د افغان علماؤ هیئت چې څه کم ۴۰ تنه دي په یوه پریکړه لیک کې د سعودي له حکومت او نفوذي علماؤ یو شمیر غوښتنې وکړې، چې د بهرنیانو جنګي حضور ته په کې کومه صریحي یا ضمني اشاره نه ده شوې.
علماؤو ویلي: دا کنفرانس بايد د جګړې له دواړو غاړو ( افغان حکومت – طالبان) څخه لومړی د اوربند د عملي کولو او وروسته د مستقيمو مذاکراتو د پېل غوښتنه وکړي.

همداراز غوښتل شوي، چې د کنفرانس علماء باید له طالبانو سره مخامخ خبرو ته یو هیئت تعین کړي.
ترڅنګ یې باید د سعودي باچا طالبانو د سولې د مذاکراتو په موخه حرمین شریفین ته ور وغواړي.
افغاني علماؤو غوښتي چې کابل کې د ورته غونډې لپاره اقدام وکړي چې د ټولې نړۍ علماء پکې ګډون ولري.
له کابل څخه ورغلیو علماؤو د بهرنیانو د هوایي بریدونو او شپنیو چاپو په تړاو څه نه دي ویلي، خو زیاته کړې یې ده چې په دې کنفرانس کې د افراطیت انفجار او انتحار پر وړاندې علماء خپل موقف په واضحو ټکو څرګند څرګند کړي.
همداراز باید ټول ګډونوال علماء له هغو پریکړو او غوښتنو چې افغان علماؤو کړې یا یې کوي، ملاتړ وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو چې په ناڅاپي سفر کابل ته تللی و، ویلي و، چې د اوږدمهالي حضور تر څنګ غواړي د طالبانو سره په کیدونکو مذاکراتو کې د یو ناظر په توګه ګډون وکړي او امریکا نه غواړي د جګړې د یوه لوري په حیث په مذاکراتو کې ګډون وکړي.
طالبانو په یوه نوې اعلامیه کې، چې د سعودي د غونډې په اړه یې خپره کړې، د خپلې مبارزې لپاره یو شمیر منطقي دلایل او یادې غونډې ته نسبي خوشبیني څرګنده کړې.
طالبانو ویلي، د امریکایي متجاوزینو پر وړاندې خپله جهادي مبارزه له ټولو دیني نصوصو سره سم فرض عین بولي او دې جګړې ته دې څوک د بین الافغاني جګړې په سترګه نه ګوري.
په اعلامیه کې ویل شوي، چې امریکایان له ۱۷ کلونو وروسته لا هم د دوی پر وړاندې هوایي او ځمکنۍ جګړې مخته وړي او ترڅنګ یې پراخ مالي او ځاني زیانونه هم ورکړي او ورکوي یې.
طالبانو افغان امنیتي ځواکونه له کمونستانو سره تشبیه کړي، چې په وینا یې د خپل دین، خاورې او خلکو پر وړاندې د امریکایانو په مټ جګړه کوي او کوم استقلال نه لري.
“ ښکاره الهي ارشادات موجود دي چې که څوک د مسلمانانو په خلاف د کفارو پلو ونیسي نو په وړاندې يې مقابله مقدس جهاد دی. “
په اعلامیه کې طالبان د ولسونو له منځه راپورته شوی مستقل ځواک بلل شوی، چې د هیواد پر ۷۰ سلنه خاوره بشپړ حاکمیت لري، د شریعت په رڼا کې نړیوالو مناسباتو، حسن همجواري، دوستانه اړیکو او د ملتونو ګډ سوله ییز ژوند ته درناوی لري او له نړۍ سره مثبتې اړیکي غواړي
“دا به ډیره ناعادلانه او غیرمنطقي وي چې یو بشپړ اولس چې ویاړمن تاریخ لري، په ترهګرۍ او بغاوت سره مسمی شي. هیڅوک د دې حق نلري او نه هم باید داسې وکړي“
طالبانو هیله ښوودلې چې سعودي د شوروي اتحاد پر ضد جګړه کې د افغان ولس ملاتړ کړی و، “ باید په دې اوسنۍ غمیزه کې هم دغه ټولنه د عام افغان اولس تر څنګ ودریږي او له برحقې مبارزې یې ملاتړ وکړي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close