د افغان ولس وینه ولې ارزانه ده….؟؟؟

ليکوال او ژورنالیست   عبدالحق“ فقیرزاده “
د لوی څیښتن تعالی په سپېڅلې نوم…!!!

دلته هر چا زما ولس ګروګان کړي ده
دلته هر سورمخې تورمخې خړمخې  زما د ولس په وینو لوبه ګرمه ساتلي
او خپلو شومو موخو ته یي پرې ځان رسولي ده
اوس هم زما د ولس په وینو ځان اتل یادوئ.
کله د اسلام  او کله هم د کفر په نوم تش په نوم رهبرانو  ولس تیریستی او د پردویو د ګټو د خوندی ساتلو لپاره  استعمال کړي دی
پردې ډول ته یي افغان ولس نڅولې ده
د پردیو په اشاره یی هڅه کړی چی ولس څخه  ناوړه  ګټه پورته کړی
په یو او  بل نوم یي ولس دردولي ، کړولي ده
او شیطانې پلانونه یي  پری عملی کړي دي
کله په ما او کله هم په خپله زما د ولس وینۍ یی د سړک پر سرد سیلابونو پرڅیر بيولې او په پوره ذوق  یی د اوبو په شان خوند تری اخستې ده

افغان وژنه  ډیر پخوا د وخت اشغالګرو ځواکونو لخوا پیل شوی او پیل وه
که تیر تاریخ ته ځیر شو پوه به شو چی  افغان وژنه چا…؟ څنګه ؟؟؟ ولی تر سره کړی ده.
داسی ډیری پوشتنه شته چی افغان ولس پری پوهیږی او لا هم پوهیدو ته اړتیا لری.
خو د اوس په پرتله ډير فرق لری
په رڼا ورځ  د لوی لاري پر سر  د پردیو ګوډاګیانو په لمسون بی وزله افغان ولس وژل کیږی.
هغه افغان چی پنځه زره کلن تاریخ لری ولې يي وینه دومره ارزانه ده..؟؟؟
ایا په نړی کی د هر ولس وینه همدومره د افغان ولس په څیر ارزانه ده.؟؟؟
نه په هیڅ صورت نه.!
د نورو هیوادونو د یو عادی انسان وژل ډیر په سخته تمامیږی
د څو ساعتو په ترځ کې قتل کوونکي نیول کیږی او خپله سزا هرو مرو وینئ
که قتل کوونکی ونه نیول شي مربوطه اړونده کسان له دندي لري کیږی
ولس  یی تل غوښتي چی د  انصاف او حق ناره  دوامداره وساتی.

ولی زموږ په هیواد کی بیا داسی نه ده.
دلته د هر هغه چا قدر عزت احترام کیږی چی  بی وزله افغان ولس ووژنی وینه یی توی کړی
دلته اوس هم زما ولس په وینو کی لوبیږی لا هم زما ولس په غم فریاد ماتم  کی شپی ورځي سبا کوی
تاسي شاهد حال یی  چی په لسهاو داسی پیښي وشوی چی په سلګونه بی ګناه افغانانو خپل ژوند پکی له لاسه ورکړه ، که د پکتیکا ارګون پیښي یا د یحي خیلو پیښي ته اشاره وکړو نو معلومه به شی چی په سلګونو بی وزله پکتیکاوالو خپل ژوند له لاسه  پکی ورکړو ایا  قاتلین یی ونیول شول.؟
ایا کوم چارواکۍ استعفآ ورکړه کوم یو یی له دندي لری شو.؟
نه ما خو هېڅ کوم یو ونه لید چی استعفآ یي ورکړي وی.

دلته تش په نوم رهبرانو  زما ولس په دوه روپو خرڅ کړی ده
او اوس  یی هم په ډیر ویاړ د خرڅلاو بازار ګرم ساتلی دی
د ظاهر شاه له واکمنۍ تر دی دمه تاسی پام او پوښتنه وکړی
چی تش په نوم رهبران د چا لخوا همایت کیدل .؟
ولی یی همایت کول.؟
په بدل کی یی همدی رهبرانو چی ډيرې ژوندی او ډيرې تر خاورو لاندی شوي دي څه ورکول .؟
همدی تش په نوم رهبرانو په تورمخو شین مخو خړمخو نه کړو خرڅ.؟
په ډیر ویاړ یی خرڅ کړو خپل جیبونه یی ګرم او ډک وساتل اوس هم دوام  ورکړي دی
خو زما ولس د تل په څیر ارامه ناست ده
ځورول کیږی ،کړیږی ،دردیږی ،وژل کیږی او د پردیو د لاس اله ګرځی خو هیڅ یی په کیسه کی نه دي
نه پوهیږم چی ولی ولس د غفلت په خوب ویده دي او د مرګ شیبو ته انتظار باسی.؟
نتیجه:
د افغان ولس د وینی د ارزانه کیدو دری لوی عمده علتونه  نااهله  مفسد چارواکي، زموږ تش په نوم رهبران ، او  په خپله ویده ولس دی.

د هغي ورځي په هیله چی هېڅ افغان ونه کړیږی
ومن الله توفیق

—- پورتنی لیکنه د لکیوال خپل نظر دی د ادارې موافقت ورسره شرط نه دی —–

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close