د افغان ځواکونو له مقاومت سره سم، پاکستان د سپین بولدک دروازه وتړله

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۲۲)

راپورونه وایي چې نن ماسپیښین د کندهار ولایت د سپين بولدک او ښوراوک ولسوالیو ترمنځ د سرو څاهانو په سیمه افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ جګړه پيل شوې.
خبر زیاتوي، زرګونه پاکستاني پوځیان د ‌ډيورن‌‌‌‌‌‌ډ کرښې سره نږدې دیره شوي او د دواړو لوریو تر منځ د درنو او سپکو وسلو ډزې تبادله کیږي.

آزاد خبریال صدیق الله افغان د امنیتي سرچینو له قوله وایي، پاکستان داسي اسناد سرحدي پولیس ته ښودلي، چې د ملي یووالي د حکومت چارواکو رسماً د اغزن تار د غځولو اجازه ورکړې ده.

د کندهار د پولیسو ویاند احمد ضیاء درانی وایي؛ له جګړې سره سم پاکستانيو ځواکونو په سپین بولدک کې دروازه هم تړلې او په خبره یې چې جګړه لا هم روانه ده، خو تلفات نه لري.
دا راپورونه داسې مهال خپریږي چې تیره ورځ د کندهار د امنیې قوماندان جنرال رازق د اغزن سیم د تیرولو د مخنیوي خبر ورکړی وو او له طالبانو یې غوښتي وو چې د جګړې پر مهال ورباندې بریدونه ونه کړي، خو طالب ویاند قاري یوسف احمدي یې په غبرګون کې ویلي و چې “ په یادو سرحدي سیمو کې هیچیرې هم نه مجاهدینو له چاسره جګړه کړې ‏او نه د کابل اداره غواړي چې اغزن تار دې نه وي، بلکې تار د کابل ادارې او پاکستان ترمنځ د کومې معاملې په نتیجه کې غزیږي او ټوله پوله یې په بر کې نیولې.“

باید وویل شي چې تیره ورځ یو شمیر راپورونه خپاره شول چې طالبانو د هلمند په بهرامچه سیمه کې هم د اغزن تار د تیریدلو مخنیوی کړی وو.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close