د اقتصاد د علم پلار څوک دی؟

احسان الله سعد   

که د ډیرو محصلینو او متعلمینو څخه و پوښتې چې د اقتصاد پلار څوک دی، نو بې ځنډه به ځواب درکړي: آدم سمیت.

خو  آیا رښتیا هم آدم سمیت د اقتصاد پلار دی، او که ابن خلدون؟

پدې هکله اقتصاد دانان او څېړونکي په یوه خوله (نظر) ندي؛ خو که چیرې موږ د ابن خلدون مشهور اثر مقدمې ته، چې په  ۲۰۰۰ صفحو کې لیکل شوی او د نړی په ډیرو ژبو ژباړل شوی دی، مراجعه وکړو، نو هلته به ټول هغه اقتصادي نظریات  ووینو کوم چې آدم سمیت  په خپل کتاب (د ملتونونو ثروت) کې تشریح کړي، لکه: (د کار ویش، د ارزش نظریه، خارجي تجارت، د مالیاتو په هکله نظریات او همدارنګه د دولت مداخله په اقتصاد کې…

  د نوموړو پوهانو د اقتصادي نظریاتو تر مینځ لاندې مشابهتونه او پرتله تاسې ولولئ او قضاوت وکړئ چې آدم سمیت د اقتصاد پلار دی او که ابن خلدون؟

۱. د کار ویش موضوع د ابن خلدون د کتاب (مقدمې) په لمړي فصل کې راغلې او همدغه موضوع د آدم سمیت د (ملتونوثروت) د کتاب په لمړي فصل کې راغلې ده، آدم سمیت د کار دویش ګټې بیان کړې ابن خلدون بیا وایي: ((بدون د کار دویش څخه حتي یو کس نشي کولای خپله غذا لاسته راوړي))

۲. ابن خلدون ۴۰۰ کاله مخکې تر  آدم سمیت خپل اقتصادي نظریات وړندې کړي، که چېرې د دواړو نظریات سره پرتله کړو نو واضیح ورته والی به پکې مشاهده کړو.

۳. آدم سمیت د کلاسګو پوهنتون د استاد (فرانسیس هچسن) څخه چې هغه بیا د خپل استاد (آنتوني اشلی کویر) څخه متاثره وو، داسې ویل کیږي چې (آنتوني اشلی کویر) په مستقیم او غیر مستقیم د ابن خلدون د نظریاتو تر تاثر لاندې وو.

۴. پخوا به نظریې له یو نسل څخه بل نسل ته بدون له دې څخه چې د نظریې د ویونکي یا لیکونکي نوم ورسره ذکر شي نقل کېدلې ، هغه وخت دا کار عادي وو.

۵. د تقاضا د معاصرې تیوري بنسټ ابن خلدون کیښود، چې وروسته د توماس رابرت مالتوس، آلفرد مارشال،جان هیکس او نورو لخوا څخه پراختیا ورکړل شوه . ابن خلدون ویل:(اجناسو ته تقاضا د هغه په مطلوبیت پورې اړه لري، یعني مطلوبیت د مصرف کوونکي لپاره د یوه محرک حیثیت لري)

۶. د ارزش نظریه بدون یو اتریشي اقتصاد پوه (جوزف شومپيتر) څخه چې له مرګ څخه څه موده مخکې یې د ابن خلدون لیکنو ته لاسرسی پیدا کړ، نور اکثراً غربي فیلسوفان د ارزش نظریه آدم سمیت او دیوید ریکاردو ته منسوبوي حال دا چې د ارزش نظریه د لمړي ځل لپاره د ابن خلدون لخو وړاندې شوه، ده ویل(( د اجناسو د ارزش منشأ کار دی))

۷. د آدم سمیت سفرونه اروپاي هېوادونو(فرانسې او انګلستان)ته چې دوه کاله یې دوام وکړ، هلته کیدای شي په غیر مستقیم ډول د ابن خلدون د نظریاتو څخه مطلع شوی وي.

۸. جوزف شومپيتر وایي (( زه په خپله آدم سمیت د یوه لوی اقتصاد پوه په توګه پیژنم، د د اقتصادي نظریاتو په راټولولو کې ډیره هڅه کړې او نظریې یې په نوي شکل بیان اکړې دي خو که دی د ابن خلدون سره پرتله کړو هغه تر ده ډیر مخکې دا کار په ښه توکه کړی وو))

۹. د صلیبي جنګونو وروسته ډیرو غربي فیلسوفانو د مسلمانو پوهانو نظریات د هغه له نومونو پرته کارولې تر څو د مسلمانانو اغیزه کمه وښي، چې د وخت په تېرېدو سره خلکو نوموړي نظریات د غربیانو د نظریاتو په توګه پېژندل چې یو له هغه څخه هم د ابن خلدون اقتصادي نظریات دي.

۱۰. عثماني خلافت چې د  ۱۴م  پېړی څّخه تر ۱۶م پېړۍ  پورې  په  ډیرو آسیایي او جنوب شرقي  اروپا هیوادونو کې د مختلفو علومو او فنونو مرکز ګڼل کیدو په اقتصادي برخه کې یې د ابن خلدون د نظریاتو څخه استفاده کوله د مثال په توګه: د مصر د هیواد څخه ماهرین صنعتګران او په کار پوه کسان قسطنطنی ته یوړل چې په اوس وخت کې ورته د تکنالوجي انتقال وایي.

۱۱. په ۱۹۱۴ م کال کې د فرانسې د (عالم اسلام ) مجلې ابن خلدون د سیاسي اقتصاد مطرح کوونکی و نوماوو.

۱۲. ابن خلدون لمړی شخص وو چې د مالیاتو تیوري یې وړاندې کړه، د (ارتور لافر) منحني په اصل کې د ابن خلدون د نظریې ګرافیکي شکل دی.

۱۳. ابن خلدون لمړی شخص وو چې د پیسو اساسي وظایف یې بیان کړل، چې عبارات دي له: د محاسبې واحد دی، د ارزش ذخیزه کولو او اندازه کولو وسیله ده.

۱۴. د کارل مارکس څخه ډیر مخکې ابن خلدون د انسان خواري د اجورې د لاسته راوړلو یوه لاره ښودلې ده.

۱۵. د تعادل د نظریې بنسټ د ابن خلدون لخوا کېښودل شو، چې وروسته د فرانسوي عالم لئون والراس لخوا هغه ته انکشاف ورکړل شو.

ابن خلدون څوک و؟

ابن خلدون د ۷۳۲ هـ ق د روژې په میاشت کې چې د ۱۳۳۲م کال د مې د میاشتې سره سمون خوري په تونس کې وزیږید، د ابن خلدون کورنی د اوومه هجري پیړۍ په نیمایي کې اندلس څخه تونس ته هجرت وکړ، ابن خلدون خپل نسب مشهور صحابي وائل ابن حجر ته رسوي، د ابن خلدون لمړی اثر( کتاب العبر)  دی، او دوهم اثر یې (مقدمه) دی چې په  ۲۰۰۰ صفحو کې لیکل شوی دی.

ابن خلدون د شلو کلونو په عمر خپلې زدکړې په تونس کې بشپړې کړې. مراکش، غرناطې، قاهرې، حلب او دمشق  ته یې سفرونه وکړل، چې د ده د علم او تجربو د زیاتوالي سبب شول. ابن خلدون سربیره پر دې چې د اقتصاد پلار دی، د ټولنپوهنې د پلار په نوم هم شهرت لري.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close