د اقينې بندر تړل کېدو سوداګر زيانمن کړي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۱۸) د بلخ ولايت د سوداګرۍ خونې مسئولين وايي، د جنبش ګوند پلويانو له لوري د اقيني بندر تړل کېدو سره سوداګرو ته زيانونه اوښتي دي.

د بلخ د سوداګرۍ او صنايعو خونې رئيس وايي، په سيمه کې د رامنځته شوي وضعيت له کبله سوداګر اندېښمن دي زياتوي که د بندر بندېدل همداسې دوام پيدا کړي سوداګرو او عامو خلکو ته به لا ډير مالي زيانونه واوړي.

سوداګرو له اعتراض کوونکو غوښتي چې د اقينې بندر بيرته د سوداګرو پر مخ پرانيزي او راولاړه شوې ستونزه دې له حکومت سره حل وفصل کړي عامو خلکو ته دې ستونزې نه جوړوي.

تېره اوونۍ کومانډو ځواکونو په شمال کې د دوستم استازی او ځايي زورواکی نظام الدين قيصاري حکومتي چارواکو ته د مرګ د ګواښونو او قانون ماتونې په تور ونيو چې وروسته د هغه د خوشې کولو په غبرګون کې د جنبش ګوند پلويانو په پراخو اعتراضونو لاس پورې کړ، د اقينې بندر د تړلو سربيره يې تېره ورځ د سمنګان- فارياب لويه لاره هم تړلې وه.

د جنبش ګوند پلويانو لا هم خپلو مظاهرو ته دوام ورکړی او نن يې په تخار ولايت کې د يوه لاريون پر مهال غوښتنه وکړه چې قيصاري دې خوشې او دوستم دې هېواد ته راوغوښتل شي زياته يې کړه که حکومت يې غوښتنو ته مثبت ځواب ونه وايي دوی به د تخار وال او امنيه قومندان يرغمل کړي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close