د الازهر مشر عالم معوض الحنفي وفات شو

کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غبرګولی ۳۱

پرون چهار شنبه 6 شوال 1439 هجري چې له 20/6/2018م سره سمون خوري د مصر د الازهر جامعې تر ټولو مشر عالم، داعي، شاعر او ادیب مولانا الشيخ معوض عوض إبراهيم الحنفي الأزهري وفات شو. رحمه الله تعالی، نوموړی په میلادي حساب د 106 او هجري حساب د 109 کاله عمر لاره.

د ده په اړه ویل کیږي چې ټول عمر یې پخپل کوم مخالف د شرک او کفر ټاپه نه وه وهلې! نوموړی د وخت د ستر امامانو ملګری پاته شوی دی لکه امام الدجوى، مخلوف، خاطر، أبو شهبة اوالغزالي. رحمهم الله تعالی

الشيخ معوض عوض إبراهيم په کال: 1330هـ – 1912م، کې د مصر الدقهلية کې د كفر الترعة نومي ځای کې زیږیدلی، نوموړی موجوده وخت کې د الازهر تر ټولو پخوانی فارغ او د اسلامي نړۍ تر ټولو مشر محدث او عالم شمیرل کیږي. هغه الازهر، د ریاض پوهنتون او د مدینې منورې الجامعة الاسلامیة کې مختلفو علومو کې د استاد په توګه پاته شوی دی.

نوموړی 18 چاپ کتابونه لري او یوه د شعرونو مجموعه هم لري، دا انځور یې علامه یوسف القرضاوي سره د لیدلو د مهال دی. الله دې جنتونه نصیب او دیني خدمتونه قبول کړي. داسې علماء د امت محسنین دي په ټولو مسلمانانو د دعا حق لري، لطفا دعاګانو کې یې یاد لرئ.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close