د الجزیري درې خبریالان په درې کالو بند محکوم شول

کابل ټکی کام ۰۷سنبله/۱۳۹۴ راپور: انصار د مصر محکمې د الجزیرې تلویزوني شبکې درې تنو خبریالانو ته نن ورځ د درې کالو بند سزا واوروله. د مصر محکمې په خپله غونډه کې چې د الجزیرې د درې خبریالانو په اړه یې جوړه کړې وه ویلي چې په دې خبریالانو کې یو استرالیایي خبریال پیتر ګرسته، مصري خبریال باهر محمد او د الجزیرې خبریال د خبري څانګې مسؤل محمد فهیمي شامل دي. د مصر د محکمې په یوه اعلان شوې پاڼه کې ویل شوي، باهر محمد ته شپږ میاشتې زیات بند اعلان شوی دی چې دا درې واړه په ۲۰۱۳ کال کې د مصر پر خلاف د تبلیغاتو په جرم نیول شوي دي، او په دوی یو بل تور هم وو چې هغه د اخوان المسلمین سره نږدې اړیکې ساتل دي. د الجزیرې تلویزون د مصر د محکمې د اعلان ښودلو سره ویلي چې مصر د مطبوعاتو د ازادۍ خلاف عمل کړی دی، او دا بند اعلانول یې په مطبوعاتو یوه حمله ده چې سیاسي لوري یې پر خبریالانو تورونه لګولي دي. د مصر د محکمې په دې اعلان سره چې د الجزیرې درې خبریالانو ته یې د یو کال بند سزا واوروله، د عربي او نړیوالو مطبوعاتو د انتقادونو سره مخ شوی دی.   د ملګرو ملتونو د خبریالانو د دفاع اداري او هم د عربي نړۍ مطبوعاتي ادارو د درې خبریالانو بند اعلانول د مصر سیاسي انګېزه بللی او دا عمل یې غندلی دی.

اړونده مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close