د القاعده مشرتابه د مولوي جلال الدین حقاني پر مړینه غمرازي ښکاره کړې

القاعده نړیوال جهادي غورځنګ د مولوي جلال الدین حقاني د وفات په اړه غمرازي ښکاره کړې او د هغه کورنۍ، افغانانو او طالبانو ته یې تسلیت ویلی دی.

د القاعده غورځنګ رهبرۍ د خپلې مطبوعاتي څانګې له لوري، د سپتمبر په ۶مه (د وږي ۱۵مه)، په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي چې مولوي جلال الدین حقاني ”تر اوږده جهاد، پرلپسې صبر، د خدای جل جلاله له دښمنانو او صلیبیانو سره تر جګړې، د امت د مقدساتو او ځمکو تر دفاع، او تر اوږدو ناروغیو او امتحانونو وروسته“ وفات شو.

په یاده اعلامیه کې، د مرحوم مولوي جلال الدین حقاني لنډه پېژندنه راوړل شوې، او ویل شوي، کله چې مولوي جلال الدین حقاني ۲۵ کلنۍ ته ورسېد، د کمونستانو پر ضد یې جهاد پیل کړ، ”له هغوی سره یې په زړو انګرېزي توپکونو جګړه کوله. هغه پخپله ګرمو سنګرونو ته تله او په جهاد کې یې عملی برخه اخیسته. څو ځلې سخت زخمی شوی هم دی.“

د القاعدې مشرتابه مرحوم مولوي جلال الدین حقاني ”د افغانانو او مسلمانانو د تاریخ یوه امتیازي بېلګه“ بللې، ”چې د خپل عمر زیاته برخه یې د دین په کومک کولو او د هغه په زده کولو کې تېر کړ. هغه د دې کار لپاره خپل بچیان او لمسیان  قرباني کړل، د هغه له کورنۍ ۱۳ کسان د شهادت درجې ته رسېدلي، چې ۴ یې ځامن وو. د شیخ رحمه الله له نژدې خپلوانو تقریبا ۶۰ کسان شهیدان شوي دي.“

د اعلامیې په دوام کې ویل شوي، کله چې په ۲۰۰۱ز کال کې د امریکا بمباری شروع شوه، مولوي جلال الدین حقاني د ”مهاجرینو“ (عرب مجاهدینو) د کورنیو په خوندي انتقال کې هم ستر رول ولوباوه.

”د ۱۱ ستمبر تر مبارکو حملو وروسته، چې د امریکا لپاره درنه دعبرت څپېړه  وه، امریکا پر افغانستان د (څرېښو پر ډنډ) باندې حمله وکړه. شیخ رحمه الله د الله په فضل او کمک سره د هغوی په مقابل کې د جهاد اعلان وکړ. د هغوی خلاف یې د جهاد امر وکړ. ده او د اسلامي امارت مشرانو، او د هغوی په سر کې ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله، د امریکا پر خلاف یو نوی ستر حرکت پيل کړ، چې امریکایانو ته یې قوي قوي وهل ورکړل او ټول امت ته یې یوه نوې د استغنا نښه پرېښودله.“

د القاعده جهادي غورځنګ رهبرۍ د مولوي جلال الدین حقاني کورنۍ او د طالبانو مشرتابه ته تسلیت وړاندې کړی، او ویلي یې دي چې په دې غم کې له دوی سره شریک دي.

د القاعدې مشرتابه د اعلامیې په پای لیکو کې افغانستان ”د اسلام او مسلمانانو کلا“ بللې، او طالبانو ته یې د خپل بیعت او وفادارۍ د دوام ډاډ ورکړی دی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close