د الوتونکو ګاډو جوړولو کې له جاپان سره د اوبر او ایربس همکاري

جاپان د الوتونکو موټرونو د طراحي او تولیدولو هڅه کوي. جاپان اوس دې موخې ته د رسېدلو لپاره د ایربس Airbus او اوبر Uber په ګډون له ځینو شرکتونو سره یوځای پر یوه ګډه پروژه کار کوي چې الوتونکي موټر طراحي او جوړ کړي. جاپان په دې توګه غواړي چې په راتلونکې لسیزه کې د الوتونکو ګاډو د تولید او پراختیا سرلاری شي.

په دې ډله کې شل شرکتونه شته. بوینګ Boeing، این اي سي NEC، Cartivator، هولډینګ اې این اې ANA، جاپانی هوايي شرکت Japan Airlines، او هولډینګ یاماتو  Yamato هم په دې ډله کې شته.

د دې ډلې غړي به د روانې اګست میاشتې په ۲۹مه یوه غونډه جوړه کړي. د جاپان د اقتصاد او سوداګرۍ او د حمل ونقل وزارتونه به د سږ کال تر پای ته رسېدو وړاندې د دې کار د دوام لپاره نقشه چمتو کړي.

Image result for flying cars

د اوبر شرکت ویاند په دې ډله کې خپل ګډون تایید کړی خو نور جزیات یې ورنکړل. د نورو شرکتونو استازو او همدارنګه د جاپان د اقتصاد او سوداګرۍ او د حمل ونقل وزارتونو هم په دې اړه له څرګندونو ډډه کړې ده.

اوس په نړیواله کچه، شرکتونه د کوچنیو الوتونکو ماشینونو د تولید او پراختیا په هڅه کې دي.

دمګړی، جاپان د الوتونونکو موټرونو تولید ته ځانګړې پاملرنه پیل کړې او په دې برخه کې له کار کوونکو شرکتونو سره د کومک کولو اراده لري.

د جاپان د اقتصاد وزیر الوتونکي ګاډي په ښارونو کې د ټرافیکو د رش د کموالي، لیرې پرتو او غرنیو سیمو ته په اضطراري حالاتو کې د مرستو رسولو او د سیاحت لپاره ګټورې بولي.

سرچینه
AUTONEWS

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close