د الوتکو، ولسواليو او بلاخره د حکومت سقوط

کورنيو او نړيوالو رسنيو په افغانستان کې د پوځي تشکيلاتو په نامسلکيتوب، درغليو، ناغيړيو او د پوځ په کمزوريو ليکنې کړې دي، چې په ټوله کې د موجوده حکومت ناکامه حکومتولي په ګوته کوي او د نورو کمزوريو تر څنګ موجوده حکومت او په ځانګړې توګه د دفاع وزارت هوايي تشکيل تر کرښې لاندې راغلى، چې په تيرو (٧) مياشتې کې (٧) څرخي الوتکې غورځيدلې يا غورځول شوې دي.

رسنيو ته په ځواب کې دفاع وزارت د تيرو په څير د څرخکو نسکوريدا تخنيکي ستونزې او د څرخکو زړښت ښودلی، خو يو شمير خپله د دفاع وزارت پخواني صاحب منصبان اعتراف کوي چې د (٧) غورځېدلو هليکوپترو اړوند ليکنو ته د زړښت ځواب ورکول بې مانا دی، په اصل کې په هوايي ځواک کې هغه کسان په لوړو دندو ګمارل شوي چې نه مسلکي او نه د هوايي زده کړو علمي توان لري.

له بله پلوه د هيواد په يو شمير ولاياتو کې، سره له دې چې هوا مخ په سړوالي ده، پر ولسواليو د وسله والو طالبانو په بريدونو کې زياتوالی راغلی دی، چې دفاع وزارت پکې خپلو سرتيرو ته په خپل وخت د پوځې مرستو له رسولو څخه عاجز دی. د دې جوت مثال په غزني ولايت کې د چاغوري پر ولسوالۍ د طالبانو لخوا روانه جګړه ده، چې ولسوالۍ يې سقوط ته نږدې کړې ده.

د غزني ولايت چارواکي يو ځل بيا په اندښنه کې دي چې که په کړنګ ژمي کې په غزني کې د طالبانو پرلپسې بريدونه ولسوالۍ سقوط کړي؛ نو غزني يو ځل بيا له سقوط سره مخ کيدلى شي.

د افغانستان د پوځي چارو شنونکي وايي چې په دفاع وزارت کې بې نظمي او نامسلکيتوب به يواځې دا نه چې نورې څرخي الوتکې هم سقوط کړي، بلکې ولسوالۍ او ولايات به د سقوط سره مخ کړي.

که له يوې خو د افغانستان د کشالې د سياسي حل پر وړاندې ستونزې موجودې دي، له بلې خوا د سخت يخ ژمي په رارسيدو سره د طالبانو بريدونه زيات شي، په مياشتو مياشتو د اعاشې او اباطې څخه محروم پوليس به خپله دفاع وکړاى شي؟ نه هيڅ کله نه. که په روان ژمي کې طالبانو د غزني په څير پر نورو ولاياتو او ولسواليو بريدونو ته دوام ورکړ؛ نو د هليکوپترو د سقوط په څير د ولسواليو او ولاياتو سقوط هم شونی دى، چې يو شمير حکومتي چارواکي سر له اوسه دا ډول خوبونه ګوري، خو د خلاصون لار ورسره نشته.

په هيواد کې د ناټو پوځونو عمومي منشي ينس سټولټنبرګ له اشرف غني سره په ليدنه کې هغه ته تر ٢٠٢٤م کال پورې د پوځي مرستو وعده ورکړه، خو سټولټنبرګ ته لا څرګنده نه ده چې افغان پوځ او حکومت به يې تر يادې نيټې ورسيږي او که د يوه سخت بدلون سره به مخ شي. که حالاتو ته په ژور نظر وکتل شي، د موجوده حکومت د کورنيو او دفاع وزارتونه د دوام قابل نه دي او نه به دوام وکړي؛ ځکه هغه څه چې په يادو او نورو وزارتونو کې روان دي، نه يواځې دا چې نورې هليکوپترې، ولسوالۍ او ولايات به سقوط وکړي، بلکې ټول نظام به له سقوط سره مخ کړي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close