د «امارت» او «جمهوریت» د والي توپیر/ خالد روان

د یوه انسان، یوې ډلې، یوې مفکورې او د یوه سنگر خلکو له‌پاره دا ډېره د ویاړ خبره وي، چې دُښمن یې په مېړانه اقرار ورکړي. که خلک هر څومره د ځان ستاینې وکړي او په عمل کې هېڅ وي، نو دغه ستاینې په خلکو ډېرې بدې لگېږي او په اورېدو تنگېږي، خو که د خپلو خلکو ستاینې د دُښمن له خولې واورې، نو دغه وخت کې انسان په جامو نه ځایېږي او د خوښۍ احساس کوي.

کله چې د امیر المومنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله د وفات خبر خپور شو، نو ځینو خلکو فکر کاوه، چې طالبان هم ورسره ختم شول. خو د نوموړي د وفات وروسته امارت ضعیف نه لا قوي شو. ولایتونه یې ونیول، د نیول شویو ولسوالیو شمېر له حده واوښت او د طالبانو بریا ته یې آن دُښمنان هم په گوته په غاښ پاتې شول. دغه خبره د شهید اخترمحمد منصور د شهادت وروسته هم کېده او نن پرې هم ځینې خلک شخوند وهي او د طالبانو د پای شېبې شمېري.

غورځنگونه د مشرانو په مرگ پای نه مومي، خو خپلمنځي ستونزې یې له منځه وړي. یا په یوه ډله کې انحصار غوښتونکي خلک مشران وي او هر څه په خپل نامه کوي. مشر، مرستیال، مالي او ټولې چارې په خپله غاړه واخلي او لارویان یې داسې فکر وکړي، چې مشري یوازې دی کولی شي او موږ نو کله د ده په ژوند کې د مشرتوب وړ یو.؟ د دې ډلې ښه بېلگه حزب اسلامي دی. گلبدین حکمتیار په وچ زور د حزب مشر دی. امین وقاد تر څو ځلې ټاکنې وگټلې؛ خو د واک انحصار او ځان‌غوښتنه حکمتیار هېڅکله واک پرېښودو ته نه پرېږدي. اوس حزب اسلامي په اوو ډلو وېشل شوی. سباوون، عبدالهادي ارغندیوال او نور یې هم د حزب د مشرۍ دعوه لري.

په طالبانو کې بیا دا خامي نه‌شته. یو امر، اطاعت، عاجزي او د مشر خبره منل باید له طالبانو زده شي. په طالبانو کې لومړی څوک واک نه اخلي. دوی له الله جل جلاله ډارېږي، چې د الله جل جلاله د بنده‌گانو هاغسې خدمت به ونه کړای شي، د کوم مسوولیت چې ورسپارل کېږي. کله چې واک واخلي، نو بیا یې ښه په نره ترسره کوي. د امریکا د اتلس کلن زحمت سره ـ سره بیا هم طالبان ونه پاشل شول او تراوسه یو امارت، یو مشر، یو فرمان او غږ د ټولو لپاره بسنه کوي. د امریکا په موجودیت کې یې بیا هم د طالبانو امر له شماله تر ختیځه، له سویله تر لویدیځه چلېږي.

تېره ورځ د هلمند له‌پاره د طالبانو والي ملا عبدالمنان اخند په نوزاد ولسوالۍ کې د امریکا په بې‌پېلوټه الوتکې برید کې په شهادت ورسېده. ورسره هم‌مهاله د کابل ادارې له خوښۍ اتڼونه وکړل او دا یې ستره لاسته راوړنه وبلله.

ملا عبدالمنان اخند څه باندې یوه لسیزه د هلمند والي او د دغه ولایت د جگړې مسوول و. دده په وخت کې هلمند ته ۱۵زره امریکایان او برېتانویان واستول شول، خو ټول ستړي ستومانه بېرته خپلو ځایونو ته ور وگرځېدل او د نوموړي پر وړاندې یې خپله ماتې ومنله. د شهید ملا عبدالمنان په وخت کې د هلمند ډېره خاوره طالبانو تر خپلې ولکې لاندې راوسته او له شپږو ولسوالیو یې د امریکایانو ټغر یوارې ورټول کړ.

هلمند چې څنگه مهم دی، د ده په وخت کې همداسې مهم پاتې شو. د سنگر، تکبیر، د یرغلگرو د ماتې او د الله اکبر نارې د ده وخت کې په ازانگو شوې. هره ورځ بریا، هره ورځ غنیمت او هره ورځ د څو یرغلگرو سرونه یې په ډالۍ کې واشنگټن ته لېږل.

شهید ملا عبدالمنان  هلمند  د فتحې په وروستي برید ودرولی، خو په دغه چاره کې به یې هېڅ کم‌والی رانه‌شي. راتلونکی والي به یې له دې ډېر اغېزمن وي او ان شاء الله د شهید ارمانونو ته به د عمل جامې ور واغوندي.

د طالبانو والیان د حکومت والیان نه دي، چې ټول د یې د دندې پر وخت هم په بهرنیو هېوادونو کې وي. څارنه یې د فېسبوک او ټوېټر په مټ ترسره کوي او د جگړې ډگر ته یې لېږل یوازې یو خیال کېدای شي، چې هېڅ‌کله په حقیقت نه بدلېږي. د جمهوریت او امارت توپیر همدلته کېږي، چې د امارت مشران د خپل ولس په څنگ کې وي او د جمهوریت مشران یوازې پیسې پېژني او بس!

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close