د امارت د مخکنيو مشرانو خبرې که د کاڼو کرښې

ليکوال: ګرمسيری

د ۲۰۰۶ م کال دمني سړې شپي وې چي داسلامي امارت مخکني وياند شهيد مولوي عبدالحق (ډاکټر حنيف) ماخستن مهال د ټلیفون پر لیکه اړیکه راسره ونیوله او وې ويل چي همدا اوس حامدکرزي په لومړي ځل په يوه مطبوعاتي کنفرانس کي د طالبانو څخه د سولې غوښتنه وکړه، په دې خاطر چي زه د امارت رسمي وياند يم بهرني او کورني ژورنالستان ټول زموږ جواب ته منتظر دي که تاسو په دې هکله د مشرتابه د مقام سره خبره شريکه کړئ چي موږ په دې هکله د حامدکرزي خبري ته څه جواب ووايو؟

په دې خاطر چي زه ( ګرمسیری) دجنوب لویدیځي حوزې د فرهنګي چارو دکمېسيون مسؤل او همدارنګه په فرهنګي چارو کي د امارت د مشرتابه مقام خاص رابط وم نو ماهم سمدستي د اسلامي امارت نائب شهيد الحاج ملاعبيدالله اخوند ته ټليفون وکړی او په دې هکله مي د نوموړي څخه د هدايت غوښتنه وکړه او ورته ومي ويل چي ډاکټر حنيف وايي : في الحاله ټول ژورنالستان اونړيوال مطبوعات د امارت عکس العمل ته منتظر دي.

د خبري په يادولو سره شهيد حاجي ملا صاحب راته غبرګه کړه چي زه في الحال په موټرکي پر جلو ناست يم اوخپله موټر چلوم زه به موټر دسړک غاړي ته کړم بيا به خبره درته وکړم.

ښه مي ياد دي چي درې دقيقي لا نه وي تيري سوي چي ټليفون يي راته وکړی او راته یي وويل چي خبره مي اورې! ما ورته وويل هو، ویي ويل چي ډاکټرحنیف ته ووايه چي زموږ دامارت پاليسي داده چي لومړۍ دي اشغالګر امريکايان د وطنه ووزي بيابه موږ له دوی سره خبره کوو او د حامدکرزي سره موږ نه خبري کوو او نه دی دداسي غټو خبرو صلاحيت لري بلکي هغه خپله يو غلام اوګوډاګۍ دی.

ښه مي یاد دي چي ددې خبري سره یې داهم وراضافه کړه چي افغانی دود هم دادی، کله چي يو غل يوه کور ته ور واوړي نو دکور خاوند هغه وخت د غله سره د روغي جوړي خبري کوي چي يو ځل غل د کوره څخه وباسي.

بايد ووايو چي د اسلامي امارت د مخکني نائب شهيد حاجي ملاعبیدالله اخند همدا ساده او د سړک پرسر ټليفوني خبره د امارت لپاره تراوسه پخه پالیسي ګرځيدلي او لابه هم هدف تر رسيدو پوري دوام کوي ځکه د هغوی خبري د کاڼي کرښي وې. د سیاسي، پوځي او نظام د ګټي د لحاظه دومره پخه خبره وه چي تغیر ته یې تراوسه چا احتیاج نه دی محسوس کړی.

نړيوال خصوصاً امريکايان بايدځانونه پوه کړي چي زموږ د مشرانو خبري دکاڼي کرښي او هره خبره مو دروان جهاد او مبارزي په هکله يوه سوچه پاليسي ده او زموږ مشران که هغه مخکني او که اوسني دي دا ټول الحمدلله يو پولادي عزم لري اوهيڅکله به ددوی دشيطاني چلنو او فريبونو ښکارنسي.

زموږ دمشرانو فولادي عزم هغه وخت نړيوالوته د لمر غوندي ښکاره سو کله چي مرحوم اميرالمؤمنين ملامحمدعمر مجاهد (رحمه الله) ترخپل سلطنت تير سو خو د امریکايانو هغه ناروا غوښتني ته چي د یوه مظلوم مسلمان «اسامه بن لادن» په هکله وه تسليم نسو.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close