د امام (مشرتابه) د تعين او ټاکلو طريقې

څیړنه : شريف الله (پکتياوال)

څرنګه چې د امامت دنده د شريعت له نظره د خاص اهميت لرونکې ده، نو له همدې کبله محمدي (ص) شريعت د امام د تعين او ټاکلو معلومې طريقې او لارې چارې وضع کړې دي، چې د هغو په ملتيا دى د امامت، مشرتوب او د مسلمانانو په چارو کې د تصرف لپاره وړ او مناسب شخص غوره کړاى شي.

د خلافت د انعقاد څلورګونې طريقې يا لارې چارې

١- د حل اوعقد خاوندانو د بيعت طريقه له علماؤ، امراؤ، قضاتو او مخه ورو شخصيتونو چې شتون يې ميسر شي : البته د ټولو اسلامي ښارونو او هيوادونو د حل او عقد د خاوندانو اتفاق شرط نه دى، ځکه چې دا ممتنع دی، او د يو يا دوو کسانو بيعت فايده نلري، ځکه چې حضرت عمر (رض) په وروستی خطبه کې فرمايلي (فمن بايع رجلاً على غير مشورة من المسلمين فلا يبايع هو والذي بايعه تعزة ان يقتلا)

ژباړه : څوک چې د مسلمانانو له مشورې پرته له چا سره بيعت کوي نو دا بيعت نه دى، ځکه چې په دواړو يعنې بيعت کوونکي او بيعت کړى شوي باندې د قتل ويره ده او د حضرت ابوبکر (رض) خلافت د بيعت په طريقه وو.

٢- د خليفه د استخلاف طريقه ده : د خلافت د شرطونو د موجوديت په صورت کې يعنى عادل خليفه بايد د مسلمانانو د مصلحت په بنياد د خلافت د شروطونو د مستجمعينو له مينځ نه يو داسې شخص غوره کړي او خلک دې رايو ځاي کړي، او د هغه په خلافت دې نص وکړي، او د هغه د اتباع وصيت دې وکړي (يعنې خلکو ته دې توصيه وکړي چې د نوموړي اطاعت وکړي) څرنګه چې نوموړى شخص د ټولو مستجمعينو له مينځه د ځانګړو شرطونو لرونکی دى او په قوم باندې لازمه ده چې همدا شخص خپل خليفه وټاکي د حضرت عمر (رض) د خلافت انعقاد په همدې طريقه شوى وو.

٣- د شورى طريقه ده :  او هغه ديته ويل کيږ‌ي چې خليفه د راغوښتل شويو او د امامت د شروطونو د مستجمعينو په مينځ کې خلافت شائع کړي او ووايي چې د دوی له مينځ نه يې چې څوک غوره کړ هغه به نوموړی خليفه وي چې د خليفه له مرګ وروسته دى د مشورى له لارې يو تن معين کړي او که د غوره کولو او معين کولو لپاره يې يو شخص يا يوه ډله معينه کړه نو د همدې شخص يا ډلې اختيار او غوره کول به معتبر وي، او د حضرت عثمان صاحب د خلافت انعقاد په همدې طريقه وو چې حضرت عمر (رض) د شپږو کسانو په مينځ کې خلافت شائع کړ او په پايله کې يې حضرت عبدالرحمن بن عوف (رض) د خليفه د معلومولو لپاره مقرر شو، او نوموړي حضرت عثمان (رض) د همدې دندې (خلافت) لپاره غوره کړ.

٤- د استيلاء طريقه ده : کله چې خليفه وفات شي او يو کس د خلافت متصدى شي او له خلافت او استخلاف پرته ټول خلک په ځان باندې راټول کړي، د هغوى د زړونو په جلب او تشويق سره او يا په زور سره خليفه شي، په خلکو باندې د نوموړي د فرمان  اطاعت لازميږي، البته په هغه څه کې چې له شريعت سره موافق وي،  دا ډول امامت په دوه ډوله دی :

الف :-  دا چې مستولي شخص د امامت د شرائطو مستجمع وي (لرونکى) وي، د حرامو له ارتکاب پرته په صلحه او تدبير سره منازعه وکړي چې دا قسم جائز او رخصت دى او د حضرت معاويه (رض) او د امام حسن (رض) له صلحې وروسته په همدې ډول وو.

ب :-  هغه چې مستولي د شرائطو مستجمع او لرونکى نه وي او په قتال او وژلو سره منازعه وکړي او د حرامو مرتکب شي، داسې کول روا نه دي او تر سره کوونکى يې عاصي او ګنهګار دى، خو بيا هم واجبه ده چې د نوموړي هغه حکمونه کوم چې له شريعت سره سمون خوري ومنل شي، او که چيرته د نوموړي عمال له خلکو څخه زکوة واخلي نو د مالونو د څښتنانو له ذمې څخه ساقطيږي، او د نوموړي د قاضي حکم به نافذ وي، او د ده ترقيادت او مشرتوب لاندې جهاد کول هم جائز دي، البته  د نوموړي د امامت انعقاد د ضرورت په خاطر دى ځکه کيداى شي د نوموړي د عزل او ليرې کيدو په صورت کې د مسلمانانو ترمينځ شخړې، او حرج مرج رامنځته شي، او دا معلومه نه ده چې د دې سختيو برداشت دې اصلاح او آرامي ته منجر شي او کنه، او دا احتمال هم  لري چې تر نوموړي دې بد مشر او امام غالب شي، نو د فتنو ارتکاب او تحمل د موهومي مصلحت لپاره صحيح نه دى، چې د عبدالملک بن مروان او د ابن عباس د لومړنيو خلفاؤ د خلافت انعقاد په همدى ډول وو.

د يادولو وړ ده که چيرته  يو کس په خپله زمانه کې د خلافت په شرائطو باندې متفرد او يواځنى وي، يا داسې جمع او ډله ده چې د خلافت په شرطونو باندې متصف دي او دا شخص تر ټولو افضل او غوره دى نو بيا هم يو له ذکر شويو طريقو پرته به د نوموړي خلافت نه منعقد کيږي، ځکه هغه صفت چې دى يې لري پرته له تسلط يا بيعت څخه، مخالفت او فتنه نه قطع کيږي (يعنې د پوره تسلط او واکمني  يا ورسره له بيعت کولو پرته به مخالفت نه ختميږي او فتنه به له منځه نه ځي) لهذا د جناب رسول الله صلى الله عليه وسلم له وفات وروسته صحابۀ کرامو د حضرت ابوبکر صديق (رض) په يواځې افضليت باندې اکتفاء ونکړه، بلکې بيعت يې ورسره وکړ (يعنې هغه ته د بيعت ورکولو لپاره را وړاندې شول) (ازالة الخفاء عن خلافة الخلفاء ص ٥ – او همدا شان په سلوک الملوک ص٧٩ –٨٢ کې هم ذکر شوي).

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close