د امريکايي پوځ افسر: امريکا په افغانستان کې د پوځي ماتې تر څنګ سياسي ماتې ته هم نږدې ده

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لیندۍ ۱۱)

د امريکا د پوځ يوه پخواني افسر دني جورسن وايي، امريکا په افغانستان کې د سياسي ماتې تر څنګ پوځي ماتې ته هم نږدې شوې ده.

دغه افسر چې پخوا يې د امريکا په پوځ کې دنده کړې د (امريکن کانزروېټېو) نشريې ته په يوه مقاله کې ليکلي چې امريکا په افغانستان کې اوولس کاله جګړه وکړه، درانه بمونه يې استعمال کړل، د افغان ځواکونو ځمکنی او هوايي ملاتړ يې وکړ چې په ياده موده کې يې ډير تلفات وګالل خو لا هم په هغه هېواد کې کوم مثبت بدلون نه تر سترګو کېږي.

د لیکوال په باور، امريکا په وروستي کال کې په جګړه کې ډير زور وواهه او په افغانستان کې يې د امريکايي ځواکونو له خوا د هوايي بريدونو د ډيرولو پريکړه وکړه چې دغه کار نه يوازې دا چې طالبان يې کمزوري کړل بلکې دغه ډله تر پخوا پياوړې شوې ده.

د امريکا د پوځ افسر جورسن وايي، په افغانستان کې تير او روان وضعيت ته په کتو ويلی شو چې امريکا د پوځي ماتې تر څنګ سياسي ماتې ته هم نږدې شوې ده او په سياسي برخه کې يې هم شکست خوړلی دی.

د لیکوال په باور، امريکا دې په افغانستان کې حقایقو ته نظر وکړي او خپله ماتې دې ومني.

په وروستيو کې امريکايي پوځي شنونکي او سياستوال دې نتيجې ته رسېدلي چې امريکا د افغانستان په جګړه کې ماتې خوړلې او بايد له دغه هېواده په سالمه توګه خپل ځواکونه راوباسي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close