د امريکا بهرنيو چارو وزارت د محب څرګندونې رد او هغه يې احضار کړی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، کب ۲۴)

د افغانستان سولې لپاره د امریکا د بهرنيو چارو وزارت پر ځانګړي استازي زلمي خليلزاد تر نيوکو وروسته د دغه وزارت له خوا احضار شوی او د هغه خبرې يې ناسمې بللي دي.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب په امریکا کې خبريالانو ته ويلي و چې خليلزاد په سولې خبرو کې د خپلو ګټو لپاره افغان حکومت څنډې ته کړی او د داسې لنډمهالې ادارې جوړولو هڅه کوي چې دی يې خپله مشر شي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د وياند مرستيال رابرټ بلاډينو ويلي چې حمدالله محب ته يې په ځواب کې د هغه څرګندونې رد کړي.

سي بي اس امريکايي رسنۍ ليکي، د امريکا بهرنیو چارو وزارت محب احضار کړی او هغه ته يې ويلي چې امريکا تل د افغان حکومت مرسته کړې او پر خليلزاد نيوکې د امریکا پر بهرنيو چارو وزارت نيوکې دي چې دا به دواړو خواوو اړيکې خرابې کړي.

د امریکا غږ په يوه خبر کې ويلي، چې حمدالله محب له يادو څرګندونو وروسته د امريکا بهرنيو چارو وزارت ته غوښتل شوی او د دغه وزارت مرستيال ډيويډ هيل ورته ويلي: (پر خليلزاد بريد د امريکا پر خارجه وزارت بريد دی او بايد له غيرې مسوولانه څرګندونو ډډه وشي).

دا په داسې حال کې ده چې حمدالله محب وړمه ورځ هم د امریکا او طالبانو د مذاکراتو په اړه په خپلو څرګندونو کې ويلي و چې د افغان حکومت پرته د دواړو خواوو موافقه او د سولې راتګ ورته د منلو نه دي، دا به د امریکا لپاره ستر شرم او د طالبانو برياليتوب وي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close