د امريکا د بهرنیو چارو وزير د خاشقجي د مسلې په تړاو سعودي ته تللی

د امريکا د بهرنیو چارو وزير د خاشقجي د مسلې په تړاو سعودي ته تللی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۲۴)

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو د سعودي خبريال جمال خاشقجي د مسلې په تړاو سعودي تللی څو د هغه هېواد له چارواکو سره په دې اړه خبرې وکړي.

ويل کېږي، پامپيو سعودي عربستان ته د د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ استولی دی.

تر دې مخکې د امریکا د بهرنيو چارو وزير او ولسمشر ټرمپ له پاچا سلمان سره د خاشقجي د ورکېدو په اړه ټيليفوني خبرې هم کړي دي چې نوموړي ورته په دې اړه بې خبري څرګنده کړې وه.

د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند ویلي چې د بهرنیو چارو وزیر چارو وزیر به تر سعودي وروسته ترکیې ته ولاړ شي.

ليکوال او خبريال، جمال خاشقجي د روانې اکټوبر مياشتې په دوهمه نيټه، د ترکيې په استانبول کې په ضروري اسنادو پسې د سعودي عربستان کونسلګرۍ ته ورغلی و او له هغه راهیسې یې نادرکه شوی دی.

د ترکيې لويه څارنوالۍ او امنيتي مسوولين وايي، چې خاشقجي د سعودي په کونسلګرۍ کې تر شکنجې لاندې وژل شوی او جسد يې لادرکه شوی دی.

تيره ورځ د ترکيې پوليسو ته په لومړي ځل اجازه ورکړل شوه چې په استانبول کې د سعودي د کونسلګرۍ پلټنه وکړي.

د ترکيې د لويې څارنوالۍ سرچينو له نهه ساعته پلټنې وروسته رسنيو ته وويل، چې د پلټنو پر مهال داسې نښې موندل شوي چې په کونسلګرۍ کې د جمال خاشقجي د وژل کېدو شک پياوړی کوي.

ترکي چارواکي وايي، د دوی څېړنې روانې دي او ښايي په دې پلټنو کې د سعودي له کونسل محمد العتيبي څخه هم پوښتنې وشي زياتوي چې تر درې ورځو پورې به يې وروستۍ پايلې اعلان کړي.

د ترکيې د لويې څارنوالۍ سرچينې وايي، داسې غږونه يې ترلاسه کړي چې په کونسلګرۍ کې لومړی خاشقجي سره توندې خبرې کېږي، وروسته ورته کنځلې او وارونه کېږي چې په همدې سره يې اواز غلی کېږي.

تر دې وړاندې داسې راپورونه ورکول شول چې ښايي سعودي په تيروتنې سره د خاشقجي وژل کېدل ومني.

نیويارک ټايمز ورځپاڼې په يوه تازه مطلب کې ليکلي، چې د سعودي پاچا سلمان استخباراتو ته د خاشقجي د وژنې رسي امر کړی و.

دوه ورځې مخکې ټرمپ په خپله يوه وينا کې ويلي و که پر سعودي چارواکو د خاشقجي وژل کېدل ثابت شي نو دی به سخته سزا ورکړي خو د سعودي شاهي نظام ته نږدې سرچينو وويل چې سعودي د امريکا د ګواښونو او ممکنه بنديزونو د بديل په لټه کې ده، ښايي نړۍ ته د تيلو صادرات وځنډوي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close