د امريکا د سولې هڅې؛ د اډو په شتون ټينګار سره سوله ممکنه کيدای شي؟

راپورتاژ: الماس خدرخېل——

د افغانستان سولې په تړاو د امريکا د سولې استازي زلمي خليلزاد خپل درېیم سفر پيل کړی خو په عين حال کې امريکايي چارواکي په هېواد کې د اډو او پوځونو د شتون پر دوام ټينګار کوي.

وړمه ورځ د امريکا دفاع وزير جېمزمټيس وويل، چې امريکا غواړي په افغانستان کې جګړه ختمه کړي خو له دغه هېواده د خپلو ځواکونو د ايستلو لپاره اراده نه لري.

له بله پلوه د ناټو عمومي منشي ينس سټولټنبرګ وايي،که ناټو له افغانستان څخه ووزي لګښت به یې تر هغه ګران تمام شي چې په افغانستان کې اوس دی.

سټولټنبرګ تيره ورځ په بروکسل کې د ناټو غړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کې خبريالانو ته وويل، ناټو به په افغانستان کې د خپلو خلکو د امنيت د خونديتابه او ساتنې په موخه دغه هېواد کې پاتې شي او نه غواړي چې دغه هېواد يوځل بيا د نړيوالو وسله والو په خوندي ځای بدل شي.

په عين حال کې د امریکا د بهرنيو چارو وزارت د سولې استازی يوځل بيا د (افغانستان سولې اړوند) هلو ځلو لپاره د يو شمير هېوادونو په سفر راوتلی  دی.

تر دې مخکې داسې راپورونه هم ورکول شوي چې خليلزاد له طالبانو سره په ناستو کې له هغوی په هېواد کې د پوځي اډو غوښتنه کړې چې په بدل کې به يې د افغان حکومت چارې طالبانو ته سپارل کېږي(هغه څه چې طالبان تل د بهرنيو ځواکونو له شتون سره مخالفت څرګند کړی) خو تر اوسه دغه راپورونه نه دي تاييد شوي.

که څه هم د امريکايي استازي د سولې لپاره وروستيو هڅو ته د هېوادوالو هيله مندي زياته شوې خو په عين حال کې د امريکا او ناټو چارواکو په افغانستان کې د بهرنيو عسکرو د شتون پر دوام ټينګار  پوښتنې راولاړې کړي دي چې ايا په دغسې حالت کې سوله ممکنه ده؟

طالبانو د امريکا دفاع وزير يادو څرګندونو ته په غبرګون کې وويل، چې افغان مسلمان او غيرتي اولس کلک تصميم لري ترڅو بهرني پوځيان (امريکايي اشغالګر ځواکونه) په دې مجبوره کړي چې له افغانستانه ووزي.

د طالبانو په وروستۍ خبرپاڼه کې راغلي، داچې اسلامي امارت د سیاسي لارو څخه هم د امریکايي اشغالګرو د ایستلو لپاره هلې ځلې کوي، دا په دې معنا نه ده چې ګواکې په نظامي برخه کې به امریکايي اشغالګروته څه نه ويل کیږي او یابه له افغانستان څخه وتل او نه وتل د امریکايي جنرالانو انتخاب وي!!؟

طالبان وايي، چې د (جهاد) او مبارزې له لارې نه ستړې کېږي او نه مايوسه کېږي او يوځل بيا يې ټينګار کړی “د وروستي امریکايي اشغالګر عسکر تر وتلو پورې خپلې مسلحانه مبارزې اوجهاد ته دوام ورکوي.”

له بله پلوه له کابله خپرېدونکې مسير ورځپاڼې (سوله او د امريکايي اډو د منلو لپاره نوې هڅې) په نوم په سرمقاله کې ليکي
که د افغانستان د جګړې پر لاملونو بحث کېږي او بیا په ځانګړي ډول له ۲۰۰۱ ز کال وروسته د پیل شوې جګړې، نو ډېر لاملونه شته، خو تر ګردو بنسټیز او لوی لامل یې د امریکايي ځواکونو حضور دی. اوولس کاله وروسته هم د سولې پر وړاندې اصلي خنډ د بهرنیو ځواکونو حضور ګڼل کېږي.

سرمقاله کې د امريکايي ولسمشر هغه لیک ته اشاره شوې چې د پاکستان لومړي وزير ته لېږل شوی او ترينه د افغان سوله کې د مرستې غوښتنه شوې زياتوي: “معلومات دا دي چې طالبان اډې نه مني، خو امریکایانو د فشار لپاره له یوه اړخه هوايي بریدونه زیات کړي او له بله اړخه ټرمپ پاکستان ته لیک لېږلی او د مرستې غوښتنه یې کړې ده. امریکا غواړي اوس د نظامي فشار او د پاکستان په مرسته پر طالبانو اډې ومني.”

لیکوال د سرمقالې په وروستۍ برخه کې ليکي، تر هغو چې امریکايي ځواکونه وي، موږ سولې ته نه شو رسېدلی. موږ باید یو بل ته لاس ورکړو او د رښتینې سولې لپاره د امریکايي ځواکونو وتلو ته لاره هواره کړو.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close