د امريکا د ګټو په وړاندې د امرالله صالح د غورو وزن

موږ وينو چې امريکا په خپلو ګټو پسې ده، د ګټو په وړاندې يې که هر څوک خنډ کيږي، له صحنې يې باسي او يا پکې هغه د چا په اصطلا رای نه وهي. امريکا که په هر قيمت وي، خپل ګټې به تعقيبوي او تر لاسه کوي به يې، دا د غرب مشاهده شوی معمول دی.

تميم توفيق

موږ وينو چې امريکا په خپلو ګټو پسې ده، د ګټو په وړاندې يې که هر څوک خنډ کيږي، له صحنې يې باسي او يا پکې هغه د چا په اصطلا رای نه وهي. امريکا که په هر قيمت وي، خپل ګټې به تعقيبوي او تر لاسه کوي به يې، دا د غرب مشاهده شوی معمول دی.

نژدې ۱۸ کاله وړاندې امريکا زمونږ پر هيواد باندي په بريد کې د ځان خير ليد، بيا يې ۱۷ کاله د جګړې غځول د ځان په ګټه بلل او نن بيا له خپل سرسخت مخالف سره، چې په ګرده نړۍ کې يې مطلق وجود نشو زغملی، د مذاکرې پر ميز ناسته کې خپلې ګټې لټوي.

د دوی د ګټو په مخ کې چې هر څوک دريدلي، دوی ورته توجه نه ده کړې، آن هغه که ملګري ملتونه هم وي، چې موږ يې يوه پاورفول نړيواله اداره بولو. دوی که په جګړه کې فايده ويني، د ټولو نړيوالو نورمونو خلاف يې جاري ساتي او هيڅ اصل ورته د منلو نه وي.

خبر مې وليد چې وايي د ملي امنيت پخواني رئيس امرالله صالح ويلي چې د افغان سولې لپاره د امريکا خاص استازی د سولې په خبرو کې د افغانانو د نمايندګي صلاحيت نه لري، نوموړي ويلي چې دوی ته يوازې هغه خبرې د منلو دي چې د کابل دولت يې په رأس کې واقع وي او افغانان يې له جزياتو خبر وي؛ ځکه چې د ده په خبره، د دې هيواد خلکو ته پټې معاملې هڅکله د منلو نه دي.

امرالله صالح ته بايد ووايو چې ۱۸ کلونه وړاندې چې ته او ستا نور ياران افغانستان ته راواردېدل، هغه مهال مو ولې د افغان ولس نمايندګي ته پام نه و، هغه وخت چا د افغانانو نمايندګي وکړه؟

زلمی خليلزاد يو افغانی الاصل امريکايي غلام دی، چې د امريکا د امر پر ځای کولو ته يې پايڅې بډ وهلې دي او ته هم يو امريکايي غلام يې چې ۱۸ کاله وړاندې د امريکايي الوتکو په زور د تاجکستان له غارونو راووتلې او د افغان ملت په منځ کې يې د يو جاسوس په حيث نصب کړې.

هغه دولت به څنګه د يوې پروسې په رأس کې د ځان واقع کيدل ضرور وګڼي چې له لويه سره د دې دولت د رامنځ ته کولو په رأس کې د امريکا په څير يو مغرور هيواد واقع وي، هغه هم داسې پروسه چې ګټه او تاوان يې دواړه امريکا ته رسيږي!!!

نه پوهيږو چې د امريکا حلقه بګوش غلام څنګه په جزياتو د افغانانو د خبريدو خبره کوي، په داسې حال کې چې دی خپله د دولت د ټولو سرکرده ګانو په شمول د پټو معاملو په پايله کې د ډالرو له صندوقونو سره راوارد شوي دي، هغه مهال افغانانو په يوه مثالي پُرامن فضا کې ژوند کاوه، چې نه يې امريکا پيژندله او نه هم امرالله صالح خيل، خو دوی پرې لکه د اور بڅرکي له امريکايي الوتکو راتوی شول.

صالح بايد وپوهيږي چې ولس نور نشي تيرايستلی او هيڅکله به خپله غلامي په باداري بدله نکړای شي. ولس ۱۷ کاله وړاندې له دوی سره، چې امريکا يې په رأس کې واقع وه، د ازادۍ جګړه پيل او په ميړانه يې د خپل استقلال او هيواد د ګټلو لپاره مبارزه تر نن ورځې وغځوله او دا دی نن يې امريکا د رزم په زور د بزم پر ټغر ناستې ته مجبوره کړه. دوی به په دې کې هم په هماغه شکل د امريکا په اشاره وڅرخيږي لکه ۱۷ کلونه مخکې چې يې د بزم ډګر ته راداخل کړي وو.

شک نشته چې امريکا نور د افغان ولس په وړاندې د مقابلې توان له لاسه ورکړی. اوس چې په هر قيمت وي، له دې هيواد څخه وتل ورته مهم دي، چې په مخکې يې صالح او امثاله ناچله سيکې دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close