د امريکا هوايي ځواک تر ټولو قيمتي “اف ۳۵بي) ډوله الوتکې سقوط کړی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۷)

د امريکا بحري هوايي ځواک تر ټولو قيمتي او پرمختللې الوتکې تيره ورځ په کارولينا ايالت کې سقوط کړی دی.

چارواکي وايي، دغه الوتکه د ياد ایالت په بېفورټ سيمه کې د مارين پوځي مرکز تر څنګ لوېدلې خو تر اوسه يې د لوېدو لامل نه دی په ډاګه شوی.

د ځايي مسوولینو په وینا، د الوتکې پيلوټ له مرګه ژغورل شول خو سخت ټپي دی.

ويل کېږي F-35B ډوله الوتکه ۱۱۵ميليونه ډالره ارزښت لري چې د پرمختلليو جنګي وسايلو درلودلو سربيره د چورلکې په څير کېناستلی او پاڅېدلی شي، سرعت يې له غږ تير او له راداره هم پټېدلی شي.

د ستمبر مياشتې په اته ويشتمه د امريکا سمندري ځواکونو چارواکو مليټري ټايمز ورځپاڼې ته ويلي و چې ایف -۳۵ بي F-35B  ډول پرمختللې جنګي الوتکه يې په لومړي ځل د طالبانو پرضد په هوايي بريد کې کارولې ده.

د امريکايي پوځ چارواکي وايي، ياده الوتکه له بيړۍ څخه جنګي عمليات ترسره کوي او تيره پنجشبه يې لومړني عمليات و چې د طالبانو پرضد يې په افغانستان کې ترسره کړي دي.

ملیټري ټایمز لیکي د ایف -۳۵ بي الوتکې تولید او فعالیت ته چمتو کول یې د امریکا دفاع وزارت په تاریخ کې تر ټولو د ډیر لګښتې پروژه ده چې لګښت یې شاوخوا یو ټریلیون دالرو ته رسیږي.

د امریکا شاوخوا اوولس کاله پوره کېږي چې په افغانستان کې يې د طالبانو پرضد جګړه پيل کړې او په ياده موده کې يې د پرمختللو جنګي وسايلو د ازمويلو سربيره د کيمياوي بمونو استعمال او نور ډول ډول وسايل ازمايلي دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close