د امريکا پوځ په افغانستان کې هوايي بريدونه زیات کړي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، زمری ۳)

د ورکړل شويو معلوماتو پر بنسټ، د امريکا پوځ په افغانستان کې خپل هوايي بريدونه او بمارۍ د تېر کال په پرتله څو چنده زياتې کړي دي.

د امريکا د هوايي ځواکونو قوماندانۍ وايي، په تېر ۲۰۱۷م کال کې په افغانستان کې ۴۳۶۱ هوايي بريدونه او بمارۍ ترسره کړي خو سږ کال د شپږو مياشتو په تېرېدو په دغه بريدونو کې زياتوالی راغلی دی.

د شمېرو له مخې د روان کال له پيل راهيسې تر دې دمه امریکایي جنګي الوتکو د ډرون بريدونو په ګډون ٢٩١١ راکټونه او بمونه غورځولي چې دا د تېر کال په همدې موده کې څو چنده زياتوالی ښيي.

يوې امريکايي رسنۍ د امريکا د دفاع وزارت له قوله ليکلي: چې د امريکايي ځواکونو په هوايي بريدونو کې %۷۸ زیاتوالی راغلی زياتوي چې د تېر کال کال په جون میاشت کې ۳۸۹ بمونه غورځل شوي وو، خو روان کال دغه شمېره ۵۷۲ بمونو ته رسېدلې ده.

امريکايي چارواکي وايي، دغه بريدونه چې يواځې د امريکايي ځواکونو او ناټو ځواکونو پورې اړوند دي د طالبانو او داعش پرضد شوي زياتوي چې په دې شميرو کې د افغان هوايي ځواکونو بمبارۍ او هوايي بريدونه چې په وروستيو کې يې فعاليت زیات شوی نه دي شامل.

په عين حال کې د چارو شنونکي خو د امريکا او افغان هوايي ځواکونو په ډېرېدونکو بريدونو اندېښنه ښيي وايي، چې د دغه بريدونو ډيره مرګ ژوبله ملکي خلکو ته رسېدلې، چې ښه بېلګه يې د کندوز چهاردرې ولسوالۍ چې له شلو زيات ملکي وګړي پکې ووژل شول، دغه راز د ننګرهار په خوږياڼو ولسوالۍ او ګڼ شمير نور بريدونه دي چې د افغان او بهرنيو ځواکونو له خوا پکې ملکي خلک په نښه شوي او هغوی ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه راز ملګرو ملتونو په خپل وروستي راپور کې وويل: د روان کال په لومړيو شپږو مياشتو کې په افغانستان کې د افغان او بهرنيو ځواکونو په هوايي بمباريو کې ۱۴۹ ملکيان وژل شوي او ۲۰۴ نور ټپيان دي. خو ازادې سرچينې بيا په هوايي بريدونو کې د ملکيانو مرګ ژوبله له يادو شمېرو څو چنده زياته ښيي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close