د امریکايي جنرال مېلر څرګندونو ته د طالبانو توند غبرګون

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۹)

په افغانستان کې د ناټو نوي قوماندان جنرال سکاټ مېلر ويلي چې طالبان دې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو وتلو ته نه په طمعه کېږي او غوره به وي چې طالبان له دولت سره د سولې خبرې پيل کړي.

مېلر ويلي چې ناټو له ډيرې مودې راهيسې ځکه افغانستان کې پاتې کېږي چې دغه هېواد بيا د ترهګرو ځاله نه شي.

هغه تيره ورځ هم ويلي و چې بهرني ځواکونه د خپلو هېوادونو د ساتلو لپاره په افغانستان کې ديره دي.

طالبانو د امریکايي جنرال مېلر څرګندونو ته توند غبرګون ښودلی ويلي يې دي چې امریکا د افغانستان د دايمي تسخير او له سيمې د خپلو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره خپل پوځ، ټکنالوژي او تګلارې تجربه کړې خو بريالي نه شول او ” نن امریکا له افتضاح سره مخ ده، نړیوال حیثت يې له صفر سره ضرب شو، لسګونه زره عسکر يې دلته مړه، ژوبل او په رواني ناروغیو اخته شول، اقتصاد يې کلکه ضربه وخوړه”.

طالبانو ويلي، امریکا او ملګري يې نه دا جګړه ګټلی شي او نه يې په امريکا کې د دغه جګړې ملاتړ لري زياتوي “موږ د امریکايي مشرانو متضادې خبري، ګډوډ دريځونه او خامې ستراتيژيانې وینو چې امریکا په کوم لوري روانه ده؟”

طالبانو يوځل بيا په امريکايي جنرالانو غږ کړی چې په دغه جګړه کې به نور هم له ناکاميو سره مخ شئ، تاسې يواځې د ځان خلاصولو هڅې کوئ په خبره يې ” ستاسو په لاس جوړ شوی غلام ژریم هم له دننه او بهر څخه د شړیدو په حال کې دی، نو لرې نه ده چې افغانان به په دې مبارزه کې بریالي کیږي او د وروستۍ ناکامۍ تر حده به مو تعقیبوي.”

طالبانو ويلي، له جګړې ستړي نه دي، د مبارزې ليکې يې پخې او رهبري يې یوه ده زياتوي : ستاسو شکست حتمی دی، ډير ژر ده چې نړۍ به ستاسو د بشپړې ماتې او سرټيټۍ شاهده وي.

طالبان وايي، جنرال میلر پخپل کار کې نوی دی شاید زموږ د هیواد تاریخ يې هم نه وي لوستی، دلته مو لکه تاسو غوندې دوه نورې امپراطورۍ (لویه بریتانیا او شوروي اتحاد) هم بشپړې ماتې کړي دي او له دې هیواده مو د هغوی د تمې او سترايژیو خلاف شړلي، تاسو به يې درییم یاست.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close