د امریکايي پوځ لوی درستيز: طالبان د افغانستان جګړه کې نه دي مات شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۲۷)

د امريکايي پوخ د لوي درستزانو د کميټي مشر جنرال جوزيف ډانفورډ ويلي، چې طالبان د افغانستان په جګړه کې نه دي مات شوي.

د امریکا د پوځ د مرکزي قومندانۍ دغه مشر وايي، طالبانو ته په پوځي لارو ماتې ورکول ناشوني دي په وينا يې افغانستان کې د تيرو اوولس کلونو جګړې څخه معلومه شوه چې طالبان په پوځي لارو نه شي ماتيدلی نو بايد په نورو لارو چارو يې غور وشي.

ډانفورډ دغه څرګندونې تيره شپه په کاناډا کې د هالفيکس په نوم يوې ديپلوماتيکې ناستې ته وکړې زياته يې کړه (ښه به وي چې وويل شي، طالبانو اوس وخت جګړه نه ده بايللې).

نوموړي ويلي چې د امریکا متحده ايالاتو او ناټو متحدينو ډيره هڅه وکړه چې طالبانو د پوځي، اقصتادي لارو مجبوره کړي څو جګړه پای ته ورسوي خو په وينا يې بريالي نه شو.

تر دې وړاندې هم ځينې امریکايي او د سيمې هېوادونو سياستوالو په افغانستان کې د امریکا جګړه ناکامه بللې وه خو دا لومړی ځل دی چې د امريکايي پوځ يو لوړرتبه چارواکی په دې اعتراف کوي چې طالبانو دغه جګړه نه ده بايللې او دوی يې په ګټلو کې پاتې راغلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په وروستيو کې امريکا هڅې پيل کړي څو د خبرو اترو او مذاکراتو له لارې بهرني پوځيان له افغانستانه وباسي، طالب بنديان خوشې او طالبانو سره د يوې حل لارې په رامنځته کولو نتيجې ته ورسېږي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close