د امریکايي یرغل ډالۍ!/ خالد روان

د کفري نړۍ په ټولو یرغلونو کې مسلمانانو ډېر زیات زیانونه لیدلي دي. له ډېرو مسلمانانو خپل دین، خپله ژبه، خپل کلتور، خپل رواج او خپل عنعات اخیستل شوي دي. اُندلس د مسلمانانو سرلاری هېواد و؛ خو د اوسنۍ هسپانیې ډېر کم وگړي مسلمانان دي او د اُندلس له اوسېدونکو هر څه واخیستل شول. پخواني مسجدونه اوس سینماگانې او کلتوري ځایونه یې پارکونه شوي دي. هغه اندلس چې د ټولې اروپا مشعل و او کفارو به هم خپل بچیان د روزنې لپاره اندلس ته لېږل. اوس هسپانیه یو کفري هېواد دی او اوسېدونکي یې عیسویان دي.

همداسې د انگلستان، ایټالیې، فرانسې، پرتگال، روسیې او اوسنۍ امریکا په مستعمره شویو هېوادونو کې مسلمانانو ډېر څه له لاسه ورکړل. په افریقا کې د ډېری خلکو ژبه فرانسوي، ایټالیوي او انگرېزي شوه، په منځنۍ اسیا کې د ډېرو مسلمانانو ژبه روسي، قوانین یې روسي او تش په نامه مسلمانان پاتې شول. اوس په ټوله کې د نړۍ ډېری مسلمانان یوازې په نامه مسلمانان دي او خپل چال چلند یې د تابعي د وروستي لسم کس ته هم نه رسېږي.

د تېرې یکشنبې په ورځ پر افغانستان د امریکايي یرغل اوولس کاله پوره شول او نن یې د اتلسم کال دویمه ورځ ده. د امریکایانو له راتگ سره سم دلته د بې‌لارۍ ډېرې پروژې په کار واچول شوې او اوس هم امریکايي پروژې ښې په درز کې روانې دي. دلته سلگونه غږیزې، انځوریزې، چاپي او برېښنايي رسنیو په کار پیل وکړ، چې په سلو کې له ۹۰ ډېرو یې زموږ دیني ارزښتونه پایمال کړل. د خلکو د ایمانونو کچه یې معلومه کړه او اوس ښه په جرئت سره زموږ پر ارزښتونو ملنډې وهي.

ږیره خرېیل، د ږیرې جوړولو جلا ـ جلا ډولونه، نیم بربنډ لباسونه، کنسرټونه، ښځینه سندرغاړې، د هلکانو نڅول، د هلکانو ساتل، جنسي تیري، جنسي ځورونې، د نجونو تښتول، راډیوگانې، په ټلویزونونو کې نیم بربنډ فلمونه او سلگونه نورې هغه ډالۍ وي، چې امریکا له خپل راتگ سره دلته راوړې. د پورته یادو شویو شیانو سره زموږ خلک بلد نه وو، خو اوس یې هره ورځ گوري، اوري او لولې یې او اوس دغه شیان زموږ د ورځني ژوند برخه گرځېدلې ده.

زموږ د ډېرو ځوانانو اخلاق بېخي صفر دي. د مشرانو درناوی نه‌شته، پر کشرانو شفقت نه‌شته، لباسونه او چال چلند یې ټول فلمي شوی دی. د ډېرو ځوانانو په غاړو کې هارونه، څو گوتمې، لاس‌بندونه، لنډې جامې، تنگ پرتوگونه، بېلابېل وېښتان، فرانسوي ږیرې او نورو سره حتماً د ورځې څو ځله مخ کېږو او دغه ځوانان په دې کارونه هېڅ د شرم احساس نه کوي، بلکې دا ورته ویاړ ښکاري، چې ځانونه د هندي، امریکايي او پاکستاني فلمونو د اداکارانو غوندې جوړ کړي او د هغوی پېښې وکړي.

د ملحدانو شمېر ورځ تر بلې ډېرېږي. عیسویت ته په ښکاره تبلیغات کېږي، خلک او ځوانان له دین څخه په زوره لرې کېږي او پر ځای یې هندي، ترکي، امریکايي او نورو سریالونو ته هڅول کېږي او د افغانستان په دواړو ژبو سلگونه سریالونه ژباړل کېږي او رسنۍ یې خپروي.

موږ ورو ـ ورو له دین څخه لرې کېږو او که امریکا او پلویان یې دلته پاتې شي، نو لرې نه ده زموږ چې راتلونکی نسلونه به وايي، چې زموږ نیکونه هم مسلمانان وو، خو دوی به نه خپل دین پېژني، نه خپل کلتور او خپله ژبه به یې هم هېره کړي وي.

له طالبانو یوه هیله!

زموږ د ډېرو خلکو هیلې یوازې طالبانو ته دي او د روانې بدمرغۍ څخه د خلاصون یوازېنۍ لاره طالبان دي او طالبان کولی شي چې په دغه لاره کې جدي اقدامات وکړي.

۱: په خپلو سیمو کې دې د سیرت، قرانپوهنې، احادیثو، د قران کریم د ترجمې او تفسیر او نورې حلقې پراخه کړي؛
۲: د دعوت کار دې چټک کړي او بې‌لارې شوي ځوانان دې په خپلو ښو اخلاقو بېرته خپل اصلیت ته راوگرځوي؛
۳: هغه رسنۍ دې په نښه کړي چې فحشا خپروي او داسې بریدونه دې پرې وکړي، چې د بیا جوړولو هېڅ فکر یې ونه‌شي؛
۴: پر ټولنیزو رسنیو دې څار ډېر کړي او هغه خلک دې هم خپل هدف وگرځوي، چې فحشا خپروي او نور خلک هم ورته رابولي؛
۴: د ټولنیزو رسنیو هغه کاروونکي دې هم په نښه کړي چې د اسلام پر ضد تبلیغات کوي. که دغه خلک نور هم ډېر شول، نو بیا به یې چاره بېخي سخته وي.
۵: طالبان دې د بیان ازدۍ په شعار نه تېروځي، بلکې د ملحدانو ملگري او پلویان دې ټول له مخې لرې کړي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close