د امریکایانو سرسخت ملاتړي“حنیف اتمر“ د لومړي ځل لپاره ملکي مرګ ژوبله وغندله

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۱۴)

په افغانستان کې د امریکایي قواوو تر ټولو نږدې متحد او د ملي یووالي د حکومت د امنیت شورا پخواني سلاکار حنیف اتمر په کندهار کې د امریکایانو له خوا پر واده بمبارۍ وغندله.
اتمر په یوه خبرپاڼه کې ویلي؛

“په ډیره خواشینۍ سره مې خبر ترلاسه کړ چې د کندهار د معروف ولسوالۍ د خوګیاڼیو او اسحاقزو په سیمه کې د یوه هوایي برید په پایله کې د میرمنو او ماشومانو په ګډون زمونږ یو شمیر ملکي هیوادوال شهیدان او ټپیان شوي دي، د دې خبر په اوریدو سره خواشینی شوم ، دا پیښه د تأسف وړ ګڼم او غندم یې“


اتمر له حکومت څخه غوښتي چې د یادې پیښې په تړاو هر اړخیزه څیړنه وکړي او پایلې یې له ملت سره شریکې کړي.
اتمر پر امنیتي ادارو او نړیوالو ځواکونو ژغ کړی چې د دې ډول غمجنو حالاتو د مخنیوي په خاطر د ملکي تلفاتو د مخنیوي طرزالعمل رعایت کړي.

نوموړي د پیښې قربانیانو ته د عاجلې مرستې هم غوښتنه کړې.
اتمر چې له امریکایانو سره یې د امنیتي تړون په نامه بدنامه دوسیه لاسلیک کړه، له همغې شیبې پر عامو افغان ولسونو او آن پر خپلو  ملاتړو افغان ځواکونو شپني عملیات او ړندې بمبارۍ دوام لري چې تر اوسه یې د لسګونه زره افغانانو ژوند اخیستی دی.

اتمر د ملي یووالي د حکومت په استازیتوب له امریکایي پوځیانو سره په هیواد کې د هغوی قضایي مصؤنیت هم ومانه، په دې معنیٰ چې هیڅ افغان لوری نه شي کولی امریکایي جرایم وڅیړي یا یې هم غندنه وکړي.

اتمر د خپل حاکمیت په موده کې د امریکایي جرایمو نه غندنه اونه هم د څیړنې غوښتنه کړې آن د هغوی بریدونه یې توجیه کړي او پر دې سربیره یې د ډیرو امریکایي بریدونو پړه هم منلې .
د اتمر د نوې غندنې په تړاو لیکوال او شاعر جلال امرخیل لیکلي؛

“ ستاسې په هکله هټلر ډیر معقول فرمایلي و،” تر ټولو سپک خلک هغه دي، څوک چې د خپلو هیوادونو په اشغال کې له ما سره مرسته کوي.”
امریکایانو ته ستاسې او ټولو هغو حیثیت مالوم دی، چې د خپل وطن په یرغل کې یې له دوی سره مرسته کړې، یو- یو به مو لکه د ” پیپسي بوتل ” غوندې یوه ورځ نه یوه ورځ ایسته غورځوي.“

شنونکی وایي، اتمر غواړي راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته ځان نوماند کړي او سر له اوسه غواړي خپله بدنامه څیره په ولسونو کې سپــــینه ثابته کړي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close