د امریکایي اشغال ۱۷ کلنې لاسته راوړنې

عبد الله احمدي

له تیرو څه باندې ۱۷ کالو راهیسي زموږ په ګران هیواد افغانستان باندې صلیبي ایتلاف چې په رأس کې یې امریکا قرار لري د ټولو نړیوالو قوانینو او کنوانسینونو خلاف ظالمانه یرغل او ناراو تیری کړی دی.

امریکايي اشغال د یوه نامشروع عمل په توګه پر افغان ولس تحمیل شوی دی اوس که د دې اشغال په ترڅ کې امریکایان هره پروژه دلته پلي کوي پایله به یې افغان وژنه، دافغانستان نا امني او د سیمې او نړۍ مزیده بي ثباتي وي.

امریکایانو د خپل ۱۷ کلن وحشیانه اشغال په ترڅ کې تر مختلفو پلمو لاندې ډیرې پروژې عملي او تجربه کړي ، دا پروژې که څه هم چې د امنیت د ټینګښت ، بیارغوني ، حکومت جوړونې او نورو ظاهرا سوله ییزو عنوانونو تر نوم لاندې پلې شوې خو پایلې یې ټولو عکسي (منفي ) دي او همدا لامل دی چې د ملیاردونو ډالرو تر لګښت وروسته هم زمونږ هیواد په اداري فساد، ناامني، فقر، بیکاري او فاسدې حکومتولي کې نړیوال ریکارډ لري.

د امریکایي اشغال او داخلي ملاتړو لاسته راوړنې په تیرو ۱۷ کلونو کې:

۱ــ د امریکایانو په شتون کې په کنړ او ننګرهار باندې د پاکستان له لوري راکیټي ګذارونه ، د ډیورنډ پر پوله د پاکستان لخوا د اغزن تار تیرول ، د تورخم پر دروازه ګیټ نصبول ، پنځه کیلومټره د افغانستان خاوره کې د پاکستاني پوځیانو لخوا پوستې جوړول،  له پاکستان سره د پردې تر شا د ډیورنډ تحمیلي پوله امضاء کول، د ایران ، هند او نورو هیوادونو ښکاره لاسوهنې هغه څه دې چې د همدې بهرنیانو په موجودیت کې د ستراتیژیک تړون سربیره کیږي!!!  خو په وړاندې یې هیڅ نه دي شوي نه د بهرنیانو لخوا او نه هم د ایجنټې ادارې لخوا څخه!!

۲ــ  د دولتي ځمکو غصب، د معادنو لوټمار او په دولتي موټرونو کې قاچاق لاسته راوړنې دي؟ آیا د خیالي ښوونځيو، کلینکونو، عسکرو او ملیشيو شتون واقعیت یو ښکاره حقېقت دی. آیا په اردو کې جنرالي په پیسو نه پلورل کیږي؟ د پارلمان مرستیال یې د پارلمان په مشر او هغه په ده د فساد تور لګوي.

۳ـــ  په هرو څلرویشتو ساعتونو کې دیرش ملکي هیوادوال د دوی په وحشي او ړندو بمبارویو کې  له لاسه ورکوو !!! هره ورځ یوه افغانه کورنۍ د غم پر ټغر د دوی لاسه ناسته وي ، هره ورځ مو د هیواد یوه برخه په امریکایي بمبار کې کنډواله شوې او خرابه شوې وي!!

۴ـــ دا راز د دوی په موجودیت کې هیواد په فساد ، بې امني ، ظلم او وحشت کې د نړۍ د فاسدو هیوادونو په دویم او دریم نمبر کې راځي.

۵ــ د همدې بهرنیانو په راتګ سره زموږ هیواد د مخدره موادو په ستر واردوونکې  مرکز بدل شوی، د هیواد په دننه کې څه د پاسه پنځه میلونه افغانان په نشیي موادو روږدې شوي دي او دا لړۍ ورځ تر بلې په زیاتېدو ده!!

۶ــ د نظام او قدرت واګې یې داسي کسانو ته سپارلې چې په نوره نړۍ کې د یوه اطاق د اداره کولو وړتیا هم نلري خو دلته په افعانانو واک او حکومت کوي!! د همدې امریکایانو په زور!

اخیر دې خارجیانو زموږ کوم حفاظت کړی او زموږ کوم ضرورت یې پر ځای کړی؟

۷ــ د لوږې او فقر کچه د اوج په نقطه کې ده د نړیوالو رسنیو د راپورونو په اساس څه د پاسه ۱۳ میلونه افغانان خوراکي توکو ته اشده اړتیا لري ، که عاجلې مرستې د مرستندویه ادارو لخوا ونشي ژوند یې له ګواښ او خطر سره مخامخ دی!!

۸ــ د آزادۍ او مساوات تر نومونو لاندې یې په افغان مسلمان قوم کې د مقدساتو توهین ته لار هوارول،  د الحاد، بې دینۍ، بد اخلاقي،  فحشاء او عریانۍ، د رسنیو په مټ بربنډ او مبتذل پرګرامونه، ترکي او هندي سریالونه، د غرب فرهنګ او کلتور خپرول او خلک ورته په کرایه نیول  دا هغه څه دي چې پخپله د کابل ادارې چارواکي هم ورځنې انکار نشي کولی.

دا په تیرو ۱۷ کالو کې د امریکایانو او د هغوی د داخلي یارانو لخوا په شد و مد سره دوام لري څو نتیجه کې افغان مسلمان له خپل دین، عقېدې، تاریخ، کلتور او فرهنګ څخه پردی، غافله او د غرب په وراسته تمدن او فرهنګ ولړي چې فقط د خیټې او جنسې غرېزې د اشباع کولو په لټه او سوچ کې وي.

۹ــ د وحشت، ړندو بمباریو او شپنیو چاپو اندازه او کچه خو په نسبت نورو کلونو ته په بې سارې توګه زیاته شوې ده.

۱۰ــ  په تیرو ۱۱ میاشتو کې ۶۰۰۰ واړه او لوی، کیماوي او هایدروجني بمونه په افغانانو غورځول شوي دي چې د وحشت نوی باب دی.

۱۱ــ ـ د نړیوالو رسنیو په اساس په تیرو دوه میاشتو کې تر دوه زره زیات افغانان وژل شوي دي چې په تیره یوه اونۍ کې خو بیخي بې سارې توګه دا لړۍ د مظلومو هیوادوالو په وژنه اضافه شوې ده!

۱۲ــ د هیواد زندانونه په یوه او بل نوم د افغانانو څخه ډک دي، شکنجې او په زور اعتراف یو معمول ګرځیدلی حتی هغه بندیان چې د بند موده یې پوره شوې، نه خوشې کیږي. په کالونو کالونو په بند کې پراته وي خو د دیموکراسۍ او بشر د حقوقو ټیکداران داسې انګیري چې هیڅ نشته.

۱۳ـــ د شرم خبره لا دا چې ولسمشر او اجرائیه رئیس یې د امریکا د یوه وزیر په تلیفون په سیالۍ سره د بګرام اډې ته ځان رسوي.

۱۴ــ  د هیواد په هوائي او ځمکني حریم خارجیان کنټرول لري او بې ویزې تګ راتګ کوي.

کوم افغان به وي چې دیته لاسته راوړنه ووايي او د لا دوام غوښتنه یې وکړي.

ــــ لنډیز

واقعیت دا دی چې د یرغل په نتیجه کې زموږ هیواد له نظامي، سیاسي، اقتصادي او ټولنیز پلوه له یوه ناورین سره مخ دی. هغه څه چې یرغلګر او داخلي ملاتړ کوونکي یې د ترقي او لاسته راوړنو په نوم یادوي هغه په حقیقت کې زموږ د هیواد او ولس تباهي او انحطاط دی.

د غرب لاسته راوړنې غیر له وحشت، وژنو، ظلمونو، فحشاء، بربنډتوب، الحاد او بې دیني، فساد، نشیي توکو زیاتولو، غلا، خپلسري، لنډغري او بې امنۍ څخه بل څیز نه دی.

ـــ نتیجه:

د افغانانو اساسي او عمده غوښتنه او تر هر څه لویه لاسته راوړنه داده چې له ګران هیواد څخه د اشغالګرو لمن ټوله شي او دلته یو خپلواک، ټول شموله، د امن او سوکالۍ څخه برخورداره اسلامي نظام حاکم شي.

او دا هغه وخت ممکنه ده چې دلته په کامله توګه د اشغال ریښه له بیخه وتلې وي.

نو اې افغان ولسه!

که هیواد له اشغال او بهرنیو څخه خلاص غواړئ ، که په هیواد کې امنیت ، ډاډ او سوکالي غواړئ ، که په هیواد کې د روانو ظلمونو او وحشتونو اختتام غواړئ ، که د هیواد پرمختګ او جوړونه غواړئ ، که په هیواد کې د ګاونډیو د مداخلې مخنیوی غواړئ ، که په هیواد کې اسلامي او ټول شموله نظام او اداره غواړئ ، که مو د هیواد آزادي او استقلال غواړئ ، که په هیواد کې د موجوده بحرانونو پای غواړئ نو په یو غږ راپورته شئ د امریکایي فوځیانو د شتون په خلاف خپل ایماني او خدای مسؤلیت ادا کړئ!

ـــ لنډه تبصره

د ناټو هیوادونو د مشر ینس سټلټونبرګ د پرونیو خبرې چې افغانستان کې وضعیت خراب دی دا هیواد نه پریږدو، او نه هم د تیرو ۱۷ کلونو لاسته راوړنو څخه تیریږو.   تاسو به افغانستان خامخا ترک کوئ که نن وي او که سبا ځکه دا جوت حقېقت دی چې فوځي اشغال ابدیت نه لري. وضعیت به ستاسو په شتون کې تر دې هم خرابیږي.

ستاسو د تیرو ۱۷ کالو لاسته راوړنې به ستاسو له تګ سره سم ستاسو ملګرې وي او ډیر ژر به له منځه وړلې کیږي ځکه د افغانانو له طبیعت او فطرت سره په تصادم کې دي، نن ورځ چې حاکمي دي هغه هم ستاسو د فوځي زور له امله نه دا چې افغانانو په رضاء او خوښۍ خپلې کړې دي.

د هغې ورځې په امید چې له اشغال نه خلاصه،  داسلامي افغانستان لرونکې وي!!

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close