د امریکایي ډالر لوړیدو،د ځینو خوراکي توکو بیې لوړې کړې

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وږی ۱۸)

په داسې حال کې چې امریکایي ډالر د افغانیو پر وړاندې په چټکۍ سره مخ پر لوړیدو ده، د ځینو خوراکی توکو بیې هم ورسره لوړې شوې.
نن یو امریکایي ډالر په په ۷۴،۴۰ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ۵۸۵ افغانیو بدلېدې.

په همهال توګه یو ګرام عربي سره زر په ۲۳۵۰ افغانیو او یو ګرام روسي سره زر په ۱۸۵۰ افغانیو پلورل کیدل.

د خوراکي توکو بیې:

نن د کابل په بازارونو کې د اوړو او بورې بیې د تیرې اونۍ په خلاف لوړې شوې
نن د تیرې اونۍ په پرتله د یوې ۵۰ کیلويي بوجۍ قزاقستاني اوړو بیه په عمده ډول له ۱۲۰۰ څخه ۱۲۵۰ افغانیو ته او د ۴۹ کیلوګرامه پاکستانۍ بورې بیه له ۱۶۰۰ څخه ۱۶۲۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.
خو په پرچون ډول بیا یوه ۵۰ کیلویي بورۍ قزاقستاني اوړه په ۱۳۵۰ افغانۍ او ۴۹ کیلوګرامه پاکستانۍ بوره په ۱۸۰۰ افغانۍ پلورل کیدل.

د شین او تور چای بیې دتیرې اونۍ په څیر وې یو کیلو شین چای عمده په ۲۸۰ ، پر چون په ۳۰۰ افغانۍ او یک کیلو افریقايي تورچای عمده په ۳۰۰ او پرچون په ۳۵۰ افغانیو پلورل کیده.
دغه راز یوه ۲۴ کیلويي لومړۍ درجه پاکستانۍ وریجې په عمده ډول ۲۰۰۰ افغانۍ او په پرچون ۲۴۰۰ افغانۍـ یوه ۱۶ لیتره خورشید غوړي عمده په ۱۰۲۰ او پرچون په ۱۱۳۰ افغانیو پلورل کېږي.

د غه راز د مایع ګاز او تیلو بیې هم د تیرې اونۍ په څیر وې چې د یو کیلو مایع ګاز بیه ۶۰ افغانۍ، پطرول ۵۶ افغانۍ او ډیزل په ۴۶ افغانۍ پلورل کیدل

 

د کابل په شهزاده سرای کې افغانۍ د بهرنیو اسعارو پر وړاندې په دې توګه تبادله کیږي

۱ـ  امریکایي ډالر ـــــــــــــــــــــ74.45
۱ـ یورو ــــــــــــــــــــ 85.70
۱ـ پونډ ـــــــــــــــــــــ 94.80
۱ـ سعودي ریال ــــــــ 19.60
۱ـ د اماراتو درهم  ــــــــ 20
زر پاکستانۍ کلدارې  ــ 586
زر ایراني تومن ــــ 5.95

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close