د امریکا او افغان حکومت ګټې یوازې د جنګ په اوږدولو کې نغښتې دي

آصف الله آصفي

له ډیرې مودې راهیسې، کله چې غلیمانو د طالبانو زور ولید او پوه شول چي نشی کولای د جنګ له لاری طالبان اېل کړي، نو هڅه یی پیل کړه چې د سولې په پلمه طالبان مات کړي. نو ځکه یې د درواغجنې سولې په نوم د ډاکټر نجیب په څېر خپلي ناکامې هڅې پیل کړې. هغه د چا خبره چې سیند اخیستی د اوبو زګ ته هم لاس اچوي؛ کله په اندونیزیا کې د تقلبې عالمانو غونډه جوړوي، کله په سعودی کې او کله په کابل کې.

خو کله چی نړیوال هم پر دې پوه شول چې د یادو غونډو ابتکار او مشري امریکا کوي او امریکا د دې لپاره دا سرمایه ګزاري کوي چې د غونډو نتیجه د خپل ځان په ګټه وڅرخوي، او طالبانو هم په همدې دلیل له یادو غونډو سره خپل پرېکون اعلان کړ، نو اوس روسیې وغوښتل څو د امریکا او افغان حکومت د سولې د چیغو حقیقت او تقلب معلوم کړي. نو یې د نړیوالو سره په مشوره په روسیه کې د افغانستان د سولې په هکله غونډه جوړه کړه، چې سم له واره امریکا پکې د نه ګډون پرېکړه اعلان کړه او ورپسې یې افغان حکومت هم خپل پرېکون اعلان کړ.

اوس خلکو ته معلومه شوه چی اصل خبره چېرته ده، ځکه افغان حکومت تل دا ادعا کوله چې طالبان موږ سره سولې ته یا د سولې په اړه مذاکراتو ته نه کښیني، او طالبانو په وار وار د قضیې اصلي لوري (امریکا) ته په ډانګ پېیلي ویلي چی هر چېرته او هر وخت د سولې لپاره ناستې ته تیار دي، خو افغان حکومت سره ځکه کیناستل درست نه دي چې د پرېکړې واک نه لري او سلب صلاحیت دي.

 طالبانو تل افغان حکومت ته په ډاګه ویلي چې تاسې استقلال او خپلواکي نه لرئ او د امریکا له اجازې پرته خبرې هم نشئ کولای. نن دغه حقیقت ټولې نړۍ ته روښانه شو.

سره له دی چی پخوانۍ د سولي غونډي ټولې د امریکا لخوا جوړېدي خو په روسیه کې د افغانستان د سولې په اړه جوړېدونکې غونډه بیا برعکس بین المللي حیثیت لري. خو په دې کې امریکا له دې امله ګډون نه کوي چې ګواکې د روسیې په ابتکار دا کانفرانس جوړېږي. خو اصلي خبره دا نه ده بلکی خبره داده چې دغه غونډه یواځي د امریکا تر واک پوري محدوده نده چې د ملي تقلبي حکومت په څېر پکې تقلب وکړای شي، بلکی د نړیوالو په واک کې ده او څوک پکې درغلی نشي کولای. امریکا ځکه خپل ګوډاګي افغان حکومت ته هم سپارښتنه وکړه چې له غونډی سره پرېکون اعلان کړي.

که افغان حکومت رښتیا هم خپلواک وای، نو باید د امریکا له دریځه یې باید ترمخه  د خپل پرېکون اعلان کړی وای.

که افغان حکومت په حقیقي توګه د سولې لپاره کار کولای او صادق وای او په خپلو ادعاوو کی رښتینی وای، نو هیڅکله به یې له دې غونډی سره پرېکون نه کاوه، بلکی نړیوالو ته به یې خپل دریځ اورولی وای، ځکه په دې غونډه کې ډېر هیوادونه ګډون کوي.

 له دې هر څه په ډاګه معلومېږي چې افغان حکومت نه خپلواکي لري، نه ازادي او نه د سولي په ادعا کی رښتینی دی، بلکی په هره قضیه کی د امریکا ډول ته نڅېږي او بس. او هیڅکله هم نه غواړي چې د افغانستان د قضیې رښتینی حل راوویستل شي.

 امریکا او افغان حکومت دواړه د جنګ اوږدول غواړي څو اوبه خړې وي او د دوی ماهیان پکی نغد وي. که په افغانستان کی رښتیا هم سوله راشي، نو د دوی پروژوي ګټي په خطر کی لوېږي؛ د دوی ګټې یوازي په جنګ او افغان وژنه کي دي او بس.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close